سعودي عربستان کاناډا ته خپلې مستقیمې الوتنې وځنډولې

کاناډا ته د سعودي عربستان د مستقیمو الوتنو له ځنډېدو داسې ښکاري چې ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ ډپلوماټيکې اړیکې لا ډېرې خرابې شویدي.

په ورته وخت کې هېڅ داسې نښې نه تر سترګو کېږي چې ګواکې دغه اړیکې دې د ښه کېدو خواته روانې وي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ډپلوماټېکې اړیکې وروسته له هاغې خرابې شوې کله چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کې په دغه خلیجي هېواد کې د تر ټولو بدو بشري حقونو پر سر نیوکه وکړه.

دغه ټویټ وروسته له هاغې وشو کله چې په سعودي عربستان کې په دې وروستیو کې د بشري حقونو ۱۱ تنه تکړه فعالین ونیول شول.

ددې په غبرګون کې سعودي عربستان په کاناډا باندې نیوکه وکړه چې ددغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي ځکه کاناډا د بشري حقونو د دغو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د دواړو خواوو ترمنځ د اګسټ په پنځمه نېټه له دغو ټویټونو وروسته په دواړو هېوادونو کې رسنیو له خپلو حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې له خپل دریځ څخه دې نه په شا کېږي.

ددغې لانجې په ترڅ کې سعودي عربستان د کاناډا سفیر له خپل هېواد څخه وباسه او له اوتاوا څخه یې خپل سفیر او په سکالرشېپ ورغلي ۱۵۰۰۰ زده کونکي بېرته خپل هېواد ته راوغوښتل.

همدارنګه سعودي عربستان له کاناډا سره دوه اړخیزه پانګونه کنګل او د غنمو د وړو په وارداتو یې بندیز ولګاوه.

د دواړو هېوادونو کورنیو سیاستونو ته په کتلو سره داسې ښکاري، چې په دواړو هېوادونو کې به له دغې لانجې څخه په کورنیو سیاستونو کې کار واخیستل شي.

د کاناډا د حکومت لخوا داسې لږې نښې نښانې دي چې له دغې مسلې څخه دې ګوندې په شا شي که څه هم د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په دې وروستیو کې ویلي چې سعودي عربستان د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ کړی.

د کاناډا ډیري رسنۍ ددغه دریځ کلک ملاتړ کوي.