دپاکستان نوي حکومت نه افغانستان څه هېلې لري؟

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند مرستیال صبغت الله احمدي له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې نن دخالي په ورځ ویلي، هیله لري چې دافغان حکومت په څیر دپاکستان نوی حکومت هم په خپلو ژمنو عمل وکړي ترڅو افغانستان،او دسیمې هیوادونه له تاوتریخولي څخه وژغول شي.

احمدي وویل"مونږ دعمران د وزیراعظم په توګه د ټاکنې هرکلی کوؤ او هیله مند یو چې دنوموړي له انتخابیدو وروسته به داسلام اباد او دکابل ترمنځ د اړیکو نوی فصل پرانیستل شي

هغه هیله ښکاره کړه چې دغه اړیکې به د دواړو هیوادنو ترمنځ په سیاسي،امنیتي،اقتصادي او نوروربیلابیلو برخو کې دهمکاریو د پراختیا لامل وګرځي.

د پاکستان نوي وزیراعظم د واک ترلاسه کولو وړاندې ژمنه کړې وه چې افغانستان سره به خپلې اړیکې پراخه کوي اؤ هڅه به وکړي چې ددغه هیواد سره خپلې پولې لکه داروپايي هیوادونو پرانستې وساتي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی نذیراحمد احمدی هم وايي،د دواړو هیوادونو ولسونه غواړي چې کابل او اسلام ترمنځ د داسې اړیکو بنست کیښودل شي چې له مخې ولسونه دسولې،امن او پرمختګ په فضا کې ژوند وکړي.

احمدزي ډیوه ته وویل په دې حساسو شرایطو کې د عمران خان له راتګ څخه زمونږ دافغانانو هیله دا ده چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ موجوده حالت د دوستانه فضا خواته وګرځوي .

هغه وایي " عمران خان خپله پښتون دی اؤ اکثریت رایې ورته هم پښتنو ورکړي اوس باید هغه دیوه پښتون درد احساس کړي اومونږ دافغانستان پروړاندې دپاکستان په سیاست کې دیو مثبت بدلون راوستلو غوښتونکي یو"

عمران خان په دې وروستیو کې ویلي،دافغانستان روان کړکیچ د جګړې پرځای په سیاسي خبرو اترو هواریدلی شي او راتلونکی حکومت به یې له افغان حکومت سره دسولې په پروسه کې مرسته وکړي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دپاکستان دنوي صدراعظم عمران خان له ټاکل کیدو څخه ملاتړ وکړو چې د جمعې په ورځ ولمسشر اشرف غني،غزني ولایت ته دسفرپرمهال پاکستان دافغانستان په چارو کې په لاس وهنه تورن کړ.

جمهور ريیس ویلي ،دغزني ولایت په جګړه کې په مسقیمه توګه له پاکستان څخه راغلو ترهګرو برخه اخیستې وه اود ګن شمیر ټپیانو درملنه دپاکستان ترواک لاندې په روغتونو کې روانه ده.

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت د ولسمشر غني څرګندونې رد کړې او ویلي دي چې اسلام باد دافغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او نه هم له افغان پولې د ترهګرو ډلو د اوښتو اجازه ورکوي.