په کندز کې طالبانو ۱۵۰ مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي

Afghanistan New Bus terminal

د افغانستان د شمالي ولايت کندز سیمه ییزو چارواکو ویلي، نن د ګل، دوشنبې سهار وختي شاوخوا ۳ نیمې بجې د کندز د خان اباد ولسوالۍ د نیکپای په سیمه کې وسله والو طالبانو له درېو ۳۰۴ موټرو څخه شاوخوا ۱۵۰ تنه مسافر چې له بدخشان او تخار ولایتونو څخه کابل ته روان وو ښکته کړي دي.

د کندز دوالي ویاند له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي، طالبانو مسافر د خان اباد ولسوالۍ د نیکپای سیمه کې ښکته کړي او له دې سیمې درې کیلوټره لرې د سید رمضان په نامه یوې ډیرې نا امنې سیمې ته یې لیږدولي دي.

د والي ویاند زیاته کړه "د پیښې له رامنځته کیدو وروسته سهار وختي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي،عملیات دوام لري تردې دمه د عملیاتو په پایله کې د پينځه ښځو اوماشومانو په ګډون ډیری مسافر را خوشي شوي دي یوازې ۲۱ تنه نورمسافر چې په هغه کې شپږ تنه د ملي اردو سرتیري هم شامل دي لاهم طالبانو له ځان سره ساتلي دي او د پیل شویوعملیاتو په پایله کې به ډیر ژرپاتې بند کسان هم ازاد شي".

وسله والو طالبانو تردې دمه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

د افغانستان له شمال ختیځو بدخشان او تخار ولایتونو څخه کابل ته د تلوونکو ۳۰۴ درېو بس موټرو څخه لسګونه مسافر د کندز خان اباد ولسوالۍ په عمومي سړک د طالبانو لخوا په داسې حال کې ښکته شوي او له ځان سره یې بیولي دي چې تیره ورځ افغان حکومت له طالبانو سره په مشرط ډول د درې میاشتنی اوربند اعلان وکړ.

وسله والو طالبانو تیره ورځ ویلي دي چې نن د دوشنبې په ورځ به هغه لسګونه کسان خوشي کړي چې له دوی سره په بند کې دي.