د سیمې او نړۍ مهم خبرونه

د ملګروملتونو د پلټنو ځانګړې ډله وايي، د میانمار پوځ د روهینګیا د مسلمانانو په وړاندې د تېر کال په دوران کې د ټول وژنې په هدف ګڼ ظلمونه ترسره کړیدي.

یادې ډلې ددغې پېښې په اړه د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د میانمار لوړ پوړي پوځي جنرالان باید محاکمه کړای شي.

د ملګروملتونو لخوا په دغه راپور کې چې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په جنیوا کې خپور شوی راغلي دي چې د میانمار لوی درستیز جنرال مېن اونګ هلینګ او پنځه نور لوړ پوړي جنرالان باید د ټول وژنې یا قتل عام، د بشر پرضد جرمونو او د جنګي جرمونو د تورونو له امله محاکمه کړای شي.
د پلټونکو دغې ډلې د ملګروملتونو د امنیت له شورا څخه غوښتي دي چې دا مسله دې د جرمونو نړیوالې محکمې ته واستول شي تر څو په دې اړه ځانګړې پلټنې ترسره او محکمه جوړه کړي.

-------------------

هغه کښتۍ چې له ویتنام څخه يې پناغوښتونکي اسټرالیا ته لېږدول د اسټرالیا خاورې ته رسېدلې ده.

دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړۍ کښتۍ ده چې په دې توګه اسټرالیا ته ځان رسوي.

چارواکي وايي، یاده کښتۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ کوینز لینډ ته ورسېدله او د پولیسو په وینا تر اوسه پورې ورڅخه ۱۵ پناه غوښتونکي موندل شوي او نیول شویدي.

اسټرالیا په ۲۰۱۴ کال کې د کډوالو پرضد یوه سخته پالیسي غوره کړې ده چې له امله یې ټول هغه پناه غوښتونکي نه منل کیږي څوک چې د کښتیو له لیارې ځان استرالیا ته رسوي.

--------------

شمالي کوریا وايي، دوی به د جاپان هغه سیالاني خوشې کړي کوم چې ددې میاشتې په سر کې نیول شوی وو.

د شمالي کوریا رسمي خبري رسنۍ دغه سیالاني د تومویوکي سوګې موتو په نامه یاد کړی او له دې امله نیول شوی وو چې د یو شمېر پوځي مرکزونو څخه یې انځورونه اخیستې وو.
د شمالي کوریا چارواکي وایي، چې یاد کس یې له اړوندو پلټنو وروسته د بشري اصولو له مخې خوشې کړی دی.