ګل پاڼه په سندرو پېسې څنګه ګټي ؟

دسوشل میډيا زیاتیدونکي استعمال اوس د وتلو فنکارانو مخه هم ځانته راګرځولې اؤ پېغله سندرغاړې ګل پاڼه وایي چې اوس زیاتره فنکاران د یوټیوب د چینلونو دلارې ګټه وټه ترلاسه کوي.

ګل پاڼه چې یوه لوستې هنرمنده ده وایي‌ دهغې د یوې سندرې په ریکارډنګ اؤ ویډیو جوړولو تر دوؤ لکو روپو مصرف کیږي خو ددغه مصرف راګرځولو دپاره اوس بله یوه لاره هم نه ده پاتې شوې سیوا د سوشل میډيا نه.

وائس اف امریکه ډيوه سره دخپلې یوې نوې سندرې “اله ګل دانه،دانه” په اړوند ځانګړو خبرو کې ګل پاڼې ویلي هغه پخپله د یوټیوب چینل نه لري اؤ دامدن یوازینۍ لاره یې کنسرټونه یا کلتوري شوګانې دي خو نور زیاتره هنرمندان د یوټیوب چینلونو دلارې پخپل هنر ګټه ترلاسه کوي.

ګل پاڼه دا مهال په پښتنو هنرمندانو کې په سندرو تر ټولو زیاتې پیسې اخستونکې هنرمنده ګڼل کیږي اؤ تیرکال ورپسې دپاکستان حکومت د یو کروړو روپو نه زیات ټیکس لیږلی ؤ خو ګل پاڼې ویلي وؤ چې دپښتنو په ترهګرۍ ځپلې خاوره د هنرمندانو نه دومره درانه ټیکسونه اخستل دهغوئ دفن دمخې نیولو په معنی دي.

ډیوه سره په خبرو کې ګل پاڼې وویل هغه په مسلکي انداز سندرې وایي اؤ‌ بیا ورله

مسلکي ویډیوز جوړوي ځکه نو د نورو هنرمندانو په پرتله یې په سندرو مصرف زیات کیږي.

دخپلې نوې سندرې “اله ګل دانه،دانه” په هکله ګل پاڼې وویل دغه سندره یې څه کال وړاندې ریکارډ کړې وه خو ويدیو ته یې اوس موقعه برابر شوه اؤ چې کله په ویډیوي بڼه خلکو وکتله نو زیاته یې خوښه کړه.

هغې وویل دا سندره یې په اټک سیمه کې ریکارډ کړې خو په په ریکارډنګ اؤ ایډیټنګ یې دومره خواري شوې چې زیاتره خلک ورځنې پوښتنې کوی "دا ویډیو په کشمیر کې شوې ده؟"

باید وویل شي د ګل پاڼې اؤ‌ زیک اپریدي په غږ ویل شوې جوړه سندره اله ګل دانه،دانه په ټولینزو رسنیو تر پینځوؤ میلینونو زیاتو خلکو کتلې اؤ‌ خوښه کړې ده.

ګل پاڼه وایي کله چې هغې په کال ۲۰۱۲م کې د هنر نړۍ کې خپل لمړی قدم کېښودلو نو په هغه وخت کې یې هم د یوې مسلکي ډلې سره یوځائ په اټک کې د رحمت ساه سائل کلام “یه زما نادان ملنګه” ریکارډ کړی ؤ چې خلکو زیات خوښ کړی ؤ اؤ دهغې د مقبولیت سوب وګرځیدو

هغه وایي د سندرو په ریکارډ‌ کولو یا دهغې په ویډیو جوړولو ورته ګټه وټه په لاس نه ورځي بلکې کله چې یې څوک کلتوري شوګانو یا کنسرټونو ته وغواړي نو دهغې لارې ګټه ترلاسه کوي

دپيښور سره تعلق لرونکې ګل پاڼې دپيښور پوهنتون څخه په سوشیالوجي کې دماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده اؤ وایي چې اوس د پي ایچ ډي‌ کولو اراده هم لري.