ننګرهار:دښوونځیو مخې ته په یوه ورځ درې چاودنې شوي

دافغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې کې په یوه ورځ د ښوونځیو تر څنګ دمائنونو درې چاودنې شوي چې پکې یو تن مړ شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو چاودنې نن سهار شاوخوا اته بجې دجلال اباد ښار کې دنجونو او هلکانو درېوؤ ښوونځیو ته څیرمه ترسره شوي دي خو زیات تلفات نه لري.

د ننګرهار دعامې روغتیا دریاست ویاند انعام الله میاخیل امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي دجلال اباد ښار اړوند دبهسودو سیمه کې دملکه حمیرا دنجونو او دصاحب زاده محمدي دهلکانو دښوونځیو مخې ته د شویو دوو چاودنو له ځای څخه درې تنه ټپیان او دښار مرکز اړوند دبي بي حوا لیسې ته نږدې د چاودنې له سیمې دوه تنه تپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي دي.

دننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوګیاني هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي په دې بمی چاودنو کې یو تن دښوونځي زده کووونکی وژل شوي او تنه عام ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د دې پیښو مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

دا ښوونځیو مخې ته دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې افغان دولت دمخالفو طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي اؤ دامریکا د ددفاع وزیر جیمز میټس تیره اوونۍ دعوه کړې وه چې افغانستان کې دبل هر وخت په پرتله سولې ته زیاتې هیلې پیدا شوي دي.

طالبانو که هر څو په ښکاره حکومت سره د روغې جوړې اشارې نه دي ورکړي خو دامریکا ددفاع وزیر ویلي چې امریکا د ځینو چینلو دلارو طالبانو سره په تماس کې ده اؤ ددغو تماسو موخه افغانستان کې سولې ته لاره هوارول دي