د ۹/۱۱ له برید څخه ۱۷ کاله وروسته د افغانستان پرمختګ او ننګونې

د سپټمبر د یولسمې نیټې د برید انځور

له نن څخه ۱۷ کاله مخکې په همدې ورځ یعنې د سپټمبر په ۱۱ نېټه په امریکا باندې د القاعده شبکې لخوا برید وشو.

له برید وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره بریدونه پیل کړل تر څو یې دغه رژیم نسکور کړ، ځکه د طالبانو مشرتابه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې میلمه وباله او امریکا ته یې له ورکولو څخه انکار وګړ.

افغانستان ته د امریکا او ناټو په لکونو ځواکونه راغلل او د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې ترڅنګ په افغانستان کې د بیارغونې په ډګر کې په میلیاردونو (بیلیونونو) ډالر ولګېدل.

د افغانستان امنیت:

د تېرو ۱۷ کالو په موده کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۳۵۰۰۰۰ ته ورسېده چې په هغو کې پوځیان، پولیس او د ملي امنیت سرتیري شامل دي چې د طالبانو په وخت کې دا هېڅ هم نه وو.

بل پلو د ترهګرو په وړاندې نږدې هره ورځ جګړه روانه ده خو د سیاسي چارو ځینې کارپوهان دغه جګړه بریالۍ نه ګڼي.

انجینیر مطیع الله خروټي وي او اې ډیوې ته وویل:

(یواځې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې تر ۱۵۰ زیات ملکي افغانان د ترهګرو په بریدونو کې وژل شویدي او دا په دې معنی چې ترهګري نه یواځې ختمه شوې نه ده بلکه د داعش په څېر په نویو نومونو یې نوي بچي هم زېږولي دي.)

دی زیاتوي، له شک پرته د افغانستان جګړه یواځې کورنی اړخ نه لري بلکه ګاونډي هېوادونه او حتی د نړۍ ستر طاقتونه هم په کې د خپلو خپلو ګټو لپاره ښکېل دي.

یو شمېر نور افغان سیاسي کارپوهان د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر او وړتیا کې د پام وړ پرمختګ یادونه کوي او وايي، چې همدا سرتیري دي چې د کافي جګړیزو وسایلو په نه شتون کې هم د کورنیو او بهرنیو ترهګرو بې شمېره بریدونه مهاروي چې په غزني ولایت کې وروستۍ جګړه یې یوه ښه بیلګه ده.

بل پلو د افغانستان هوايي ځواک که څه هم د روزنې او پرمختګ په حال کې دی خو تر اوسه پورې هغسې چې لازمه ده دومره پیاوړی نه دی.

د افغانستان اقتصاد:

افغانستان په اقتصادي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی.

د امریکا له اوهایو پوهنتون څخه ډاکټر عالم پایند وي او اې ډیوې سره په خبرو کې وویل:

(په تېرو ۱۷ کالو کې یو لوی پرمختګ د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتل دي.)

د سپټمپر د یولسمې له برید وړاندې په افغانستان کې د افغانۍ ارزښت بیخي ټیټ وو او په بازار کې په کلدارو او نورو بهرنیو اثارو باندې اخیستل او خرڅول کېدل.

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، په ۲۰۰۲ کال د افغانستان نوی دولت نوي بانک نوټون چاپ کړل.

ده دا هم وویل چې د افغانستان په بیلابېلو برخو کې بیلابیل ډوله افغانۍ کارول کېدې.

په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانیو ارزښت اوس د ګاونډي هېواد پاکستان، ایران او د ګڼو نورو هېوادونو د پیسو له ارزښت څخه لوړ ساتل شوی دی او د ډېرې مودې راهیسې د یو ډالر ارزښت د ۷۰ افغانیو شاخوا دی.

ددې پرتله د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت ۱۲۵ کلدارې دی

ملي بانک او ملي خزانه:

د افغانستان سیاسي ډګر:

افغانستان په سیاسي ډګر کې هم د تېرو ۱۷ کالو په موده کې خورا زیات پرمختګ کړی او ګڼې ستونزې لا هم شته.

د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو استاد پوهاند نصر الله ستانکزي وي او اې ډیوې ته وویل:

(پرمختګونه شته لکه د هېواد اساسي قانون جوړ شوی او دولتي ادارې جوړې شوې. د رسنیو ازادي مو بله لاسته راوړنه ده خو ستونزه دا ده چې حکومت نشي کولای همدا قانون اوس عملي کړي، امنیتي ستونزې یې بیل سرخوږی دی.)

ددې ترڅنګ افغانستان د ټولو ستونزو سره سره منتخب ولسمشر او پارلمان لري او د پارلمان، ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ لپاره پکې پر خپل خپل وخت ټاکنې کیږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو یو بل استاد پوهاند ودیر صافي وي او اې ته وویل:

(حکومت شته او خپل حاکمیت نشي ساتلی. ټوپکیان پکې اوس هم په حکومت باندې خپل اغیز لري او حتی افغان حکومت په دې نه دی توانیدلی چې تر اوسه پورې له ګاونډیو هېوادونو سره داسې اړیکې جوړې کړي چې د ټولو په ګټه وي.)

د افغانستان بیارغونه:

په افغانستان کې د بیارغونې بهیر د طالبانو له وخت سره هېڅ ډول د پرتلې وړ نه دی ځکه د تېرو ۱۷ کالو په موده کې د افغانستان په زرګونو کیلومټره نوي سړکونه، په سلګونو ښونځي او په سلګونو روغتیايي کلینکونه جوړ شوي او د مخابراتو او کانونو په ډګر کې یې زیاتې لاسته راوړنې او پرمختګونه نور غټ مثالونه دي.

خو څېړونکي وايي، بیا هم په افغانستان کې څومره چې لازمه وه هغسې بیارغونه نه ده شوې ځکه د نړیوالو لخوا په میلیاردونو ډالرو مرستو کې په پراخه کچه غبن او فساد شوی.