اشرف غني: ځینې هېوادونه غواړي افغانستان یواځې شي

افغان ولسمشر اشرف غني د یو شمېر افغان سیاستوالو او پارلماني غړو د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې له امریکا سره دې په شوي امنیتي تړون بیا له سره غور وشي وویل، دده حکومت د افغانستان جلاوالی یا يواځېتوب نه غواړي.

"په سیمه کې ځينې غواړي چې زمونږ نړیوالې اړیکې له منځه یوسي. هغه څه چې مو په عقل او قربانۍ ترلاسه کړیدي نو په احساساتو یې ولې له لاسه ورکړو؟"

ښاغلي ولسمشر په غیر مستقیمه توګه د افغانستان له پارلمان څخه غوښتي دي چې که دا تړون سم نه بولي نو پرځای یې څه ډول تړون غواړي؟

ولسمشر بیا پوښتي چې ایا تاسو یوځل بیا له نړۍ څخه غواړۍ چې افغانستان ته یو لک پوځیان واستوي؟

ولسمشر غني وړاندې وویل، پوښتنه داده ې مونږ سولې ته ډېر نږدې شوي یو نو ولې بیا ځان یواځېتوب خواته بوځو.

په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د سټراتیژۍ ننګه او ستاینه کوي او وايي چې افغانستان د خپل ثبات لپاره د تېرو ۴۰ کالو راهیسې دداسې یوې تګلارې غوښتنه کوله.

د افغانستان پارلمان د چهارشنبې په ورځ په هېواد کې د امنیتي حالاتو او نا امنیو په اړه د خبرو کولو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ تړون یو بې کاره او بې ګټې تړون بللی او غوښتنه یې وکړه چې دغه تړون ته دې بیا بیا کتنه وشي.

د ولسي جرګې د شورو یا چهارشنبې د ورځې په غونډه کې چې مشري یې همایون همایون کوله ددغه تړون په اړه توندې خبرې وشوې.

"دغه امنیتي تړون راوغواړۍ. دا رد کړئ چې له ټولو ستونزو څخه خلاص شو. "

په ورته وخت کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم ورته پوښتنې راپورته کړيدي او ددغه امنیتي تړون له منځه تګ یې غوښتی.

همدارنګه د مدني ټولنې یو شمېر ادارو هم د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ددغه تړون له منځه تګ غوښتي وو.

خو د سیاسي چارو څېړونکي وايي، په افغانستان کې د امنیت خرابېدل د دغه تړون له امله نه دي.

افغان سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي وي او اې ډیوې ته وویل:

"که دغه امنیتي تړون له منځه ولاړ شي نو کیدای شي امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي او ددې ګټه به د هېواد کورنیو او بهرنیو دوښمنانو ته ورسېږي. همدارنګه کیدای شي په افغانستان کې د کورنیو جګړو اور بیا بل شي چې تېل به ورباندې ځینې ګاونډیان شیندي او حالات به تر دې هم خراب شي. "

بل پلو د افغانستان او د امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لغوه کېدو لپاره یو شرط دا دی چې که هر لوری ددغه تړون له منځه تګ وغواړي نو باید مقابل لوري ته دوه کاله دمخه خبر ورکړي.

د امریکا او د افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر د میاشتې په ۳۰ نېټه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا د سفیر ترمنځ لاسلیک شو.

افغانانو فکر کاوه چې له دغه تړون سره به د افغانستان امنیتي حالات ښه شي، ترهګري به ماته شي او هېواد به د ارام ساه واخلي خو داسې نه ښکاري چې په دغو برخو کې دې کوم د پام وړ پرمختګ شوي وي نو له همدې امله ددې ټولو ناخوالو پړه په همدې تړون اچوي.