سپریم کورټ په ډېره اسماعیل خان کې د بدامنۍ په مخنیوي کې د پولیسو رپوټ بې باوره بللی

واشنګټن ـــ د پاکستان ستر عدالت سپریم کورټ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسما عېل خان ښار کې د بدامنۍ د پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پر سر پر امنیتي ادارو نیوکې کړې دي او په دې اړه یې د ایالت د پولیسو د مشر رپورټ رد کړی دی.

بلې خواته د ایالت سرکاري وکیل په فرقه ییز اساس د هدفي وژنو پېښې د ځایي امنیت لپاره لوی خطر بللی دی.

په ډېره اسماعېل خان کې د امنیت د بد حالت او د فرقه ییزو شخړو په اساس د هدفي وژنو د پېښو په اړه د کیس اورېدنه په ستر عدالت کې شوې ده.

د پښتونخوا د پولیسو د مشر له خوا عدالت ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې پر دغو پېښو د قابو موندلو لپاره د پولیسو د پورته کړل شوو ګامونو ذکر شوی وو خو د سپریم کورټ مشر قاضي پر دې رپورټ بې باورې څرګنده کړې او رد کړی یې دی او د خیبر پښتونخوا انتظامي مشر ته یې د بل تفصیلي رپورټ جوړولو امر کړی دی.

د عدالت د نن د چارو په وخت د صوبایي حکومت وکیل د عدالت په وړاندې منلې چې په ډېره اسماعېل خان کې د امنیت حالات ډېر ترینګلي دي او د ایالت ستر سرکاری وکیل هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

له وي.او.اې ډېوه سره په خبرو کې ایډوکېټ جنرل لطیف یوسفزي ویلي، چې په فرقه ییز اساس د هدفي وژنو پېښې د ډېره اسماعېل خان د امنیت لپاره لوی خطر دی. دا په داسې حال چې په وروستیو کې په ډېره اسماعیل خان کې درې تنه نور په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د ستر عدالت درې کسیز بېنچ له ډېرې مودې د دغې قضیې ازخود اورېدنه کوي. په تېره جولای میاشت کې د اورېدنې په وخت د ډېره اسماعېل خان پولیس مشر عدالت ته ویلي وو چې ځایي پولیس هم په فرقه ییز اساس په دوو ډلو وېشل شوي او په دغه تور دوی د یو شمېر پولیس چارواکو په ضد کاروایي هم کړې ده.

د پولیسو مشر عدالت ته ویلي وو چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ډېره اسماعیل خان کې د بدامنۍ او تشدد دېرش پېښې شوې دي.

د ځایي انتظامیې له خوا په دغه قضیه کې اعلی عدالت ته د ورکړل شوي رپورټ له مخې د لاقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان تر فعاله کېدو وروسته له ۲۰۰۷م کال راهیسې په فرقه ییزو شخړو کې توندي راغلې ده او تر اوسه په دې اساس ۱۶۴ شیعه مسلمانان، ۹۲ سني مسلمانان او ۱۸۲ پولیس چارواکي وژل شوي دي.

د ځايي انتظامیه د شمېرو تر مخه په ډېره اسماعیل خان کې د سني مسلمانانو ابادي ۱.۶ میلینه او د شیعه مسلمانانو ابادي شاوخوا څلور لکه ده. چارواکي وایي یو شمېر شیعه کورنۍ هلته د بدامنۍ د پېښو له کبله تېښتې ته مجبوره شوې دي.