منظور پشتین: د پښتنو حق به غواړم که هغه زما د سر په بیه هم وي

وروسته له هاغې چې د صوابۍ پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر د نیولو امر ورکړ، منظور پشتین وویل، د پښتنو د حق ترلاسه کولو په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې پولیسو د اګسټ په ۱۳ نېټه د پي ټي ام د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو علي وزیر، ډاکټر سید عالم مسید، محسن داوړ، فضل ایډوکېټ، خان زمان کاکړ، صمدخان او نورالسلام د نیولو امر کړی وو.

منظور احمد پشتین د جمعې په ورځ له وي او اې ډیوې سره په خبرو کې وویل:

"اف ار وړه خبره ده. د ظلم د بدلون، د امن د راتګ او په خپله خاوره د پښتنو د حیثیت ترلاسه کولو په لاره کې که زمونږ سرونه هم لاړ شي نو دا ډېره وړه او ارزانه سودا ده. دا خلک نور د غلامۍ ژوند نشي زغملای او بدلون به هرو مرو راځي ځکه پاڅون شوی او پاڅون هرو مرو بې بدلونه نه وي. "

د صوابي پولیس وايي، دوی د یادو کسانو د نیولو امر ورکړی چې د اګسټ په ۱۲ نېټه یې د شاه منصور ټاون په کرکټ سټېډیم کې له اجازې پرته غونډه کړې وه چې د حکومتي ادارو په ځانګړي توګه د پوځ او عدليې پرضد پکې خبرې وشوې.

منظور پشتین ډیوې ته وویل:

"دا چې کوم اف آی ار شوی دی او دا چې دوی کوم دفعات لګولي دي دا ډېر بې بنسټه دي. په دوی کې یو څېز هم رښتیا نه دي. مطلب د سوابۍ د پولیسو اس اې چو له خپلې دندې ناوړه استفاده کړیده او دا یو غیر قانوني کار دی. "

ښاغلي پشتین وړاندې وویل، مونږ په دې ملک کې غیر قانوني کارونه نه کوو بلکه د هغو کسانو مخالفت هم کوو چې هغوی غیر قانوني (غیر ایني) کارونه کوي.

ده دا هم وویل، چې په دې هېواد کې قاتلان د راه انوار په شکل کې د کرنېلانو په شکل کې، د ادارو په شکل کې دلته موجود دي، نه یواځې د هغوی پرضد ګام نه پورته کیږي بلکه هغوی ته نورې اسانتیاوې هم برابریږي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د خپلو خبرو په دوام وویل، دوی به تل په خپلو خبرو او غوښتنو کلک ولاړ وي چې په هغو کې د راه انوار محاکمه کېدل، عدالت ته د ورکو شویو کسانو وړاندې کول، له عدالت پرته د پښتنو د وژلو بندېدل، په چک پوستو باندې د پښتنو نه ځورول کېدل او له پخوانیو قبایلي سیمو څخه د ماینونو پاکول شامل دي.

منظور پشتون دا هم وویل، چې پښتون ته دې نور څوک د غلام په سترګه نه ګوري بلکه دا ډېر ستر قوم دی او که مجبور کړای شي نو ښايي په نورو لارو هم غور وکړي.