پاکستانیانو د خپلو بندي چینایي مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

اسوسېټېد پرس لیکلي، دوه پاکستانیان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د چین په پلازمېنې پیکنګ کې خپل سفارت ته تللي او له خپلو کورنیو سره د بېرته یوځای کېدو لپاره یې د هغوی مرسته غوښتې.

د دوی مېرمنې د چین له ایغوریانو څخه دي چې د چین د حکومت لخوا دا مهال د ایغوریانو پرضد پراخ کمپاین روان دی او حتی له چین څخه وتلو ته یې هم نه پرېږدي.

په چین کې یو پاکستانی سوداګر مېرضا عمران بېګ وايي، ډېر زیات خفه دی ځکه د هغه ایغورۍ چینايي ښځه مالکه ممېتي په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال سیاسي زندان ته واستول شوه کله چې له زینګجانګ سیمې څخه بېرته خپلې سیمې ته روانه وه.

ملګروملتونو او د امریکا حکومت اندېښنه څرګنده کړې چې د چین حکومت د ایغوريانو او نورو مسلمانو لږګېو په وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي خو چین دغه تورونه ردوي او وايي چې دا کار یواځې د مذهبي توندلاريتوب د مخنیوي لپاره کوي.

په چین کې د کابو ۳۸ پاکستانیانو ایغورۍ مېرمنې بندي شویدي او نه شي کولای چې زینجیانګ ایالت څخه ووځي.