دپېښور پوهنتون محصلینو ټولې صوبې ته د ویړیا زده کړو دتحریک غځولو اعلان وکړو

په پېښور پوهنتون کې دفیسونو د زیاتوالي په ضد دمتحده طلباء محاذ نیول شوي ۲۴محصلین دسیاسي مشرانو په فشار د بنده خوشې کړل شوي اؤ د ژوبلو محصلینو درملنه په روغتون کې روانه ده.

دمتحده طلباء محاذ مشر عابد یوسفزئ وایي اوس به محصلین خپل احتجاج ټولې صوبې ته خوروي اؤ پوهنتونونو کې د ویریا زده کړو دپاره به خپل تحریک لا دوام ورکوي.

تیره ورځ دپېښور پوهنتون په سوونو زده کوونکو د زیاتو فیسونو په ضد احتجاج کولو چې پولیس پرې کوتکونه ورؤلي وؤ اؤ ګڼ شمیر محصلین یې د ژوبل کولو تر څنګ نیولي هم وؤ.

په زده کوونکو د پولیسو تشدد ته رسنیو کې سیاسي اؤ مدني فعالینو تند غبرګون ښودلی اؤ دتحریک انصاف په حکومت یې نیوکي کړي چې د بې وزله طالبعلمانو د جائز احتجاج مخه په تشدد نیول غواړي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند شوکت یوسفزي مطبوعاتو ته ویلي چې احتجاج د زده کوونکو حق دی اؤ صوبایي حکومت دتیرې ورځې دپېښې پلټنو ته اماده دی.

هغه وایي که دغه پېښه کې هرڅوک ګهنګار ثابت شول حکومت به یې په ضد ګامونه واخلي.

دمتحده طلباء محاذ مشر ښاغلي عابد یوسفزي وائس اف امریکا ډیوه ته دجمعې په ورځ ویلي اوس به په ګرد هیواد اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې دپوهنتونونو زده کوونکي احتجاج ته راپورته کیږي اؤ د ویریا زده کړو دپاره به خپل غږ پورته کوي.

هغه وویل دپوهنتون په زده کوونکو فیسونه دومره سیوا کړل شوي چې هغوئ یې د ورکولو توان نه لري.

خو حکومتي ویاند شوکت یوسفزي بیا ویلي چې په دوؤ کالو کې په لمړي ځل فیسونه سیوا کړل شوي اؤ هغه هم ځکه چې د پوهنتون زیاتره زده کوونکو دپوهنتون په هاسټلونو په زوره قبضه کړې اؤ فیسونه نه اداکوي.

تیرکال هم دپېښور پوهنتون زده کوونکو دمتحده طلباء محاذ د سیوري لاندې ۱۶ ورځې احتجاج کړی ؤ چې دهغوي فیسونه دې کم اؤ نورې تعلیمي ستونزې دې یې هوارې کړل شي.

دهغه وخت د تعلیم د صوبایي وزیر مشتاق غني په منځګړتوب د پېښور پوهنتون انتظامیې د زده کوونکو د ویړیا زده کړو غوښتنه منلې وه خو عابد یوسفزی وایي اوس یوځل بیا دپوهنتون انتظامیې فیسونو کې ۲۰فیصده اضافه وکړه.

هغه وایي دانجنئیرنګ پوهنتون د زده کوونکو نه دکال پسر دهاسټل فیس ۱۱زره اؤ دمیډیکل پوهنتون زده کوونکو نه ۱۳زره روپۍ اخستل کیږي خو دپېښور پوهنتون زده کوونکو نه بیا ۳۴زره روپۍ فیس اخستل کیږي چې دا ښکاره زیاتی دی.