د پروېز مشرف د غدارۍ د مقدمې لپاره نوی کمېشن جوړېږي

د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف پر ضد د غدارۍ د مقدمې اورېدنه کوونکي ځانګړي عدالت د پروېز مشرف د بیان اخېستلو لپاره د یو عدالتي کمېشن د جوړولو پرېکړه کړې ده.

د غدارۍ د مقدمې اورېدونکي درې کسېزه ځانګړي بېنچ په پلازمېنې اسلام آباد کښې یو ځل بېا خپله کار پېل کړې خو تورن پروېز مشرف دغه عدالت ته حاضرېدو نه اوس هم انکارې دی.

د ننئ اورېدنې پر وخت د مشرف وکېل عدالت ته ویلې، چې دده موکل د زړه په رنز اښته دی او دا توان هم نه لرې چه د سکاېپ یا دا وېډیو لنک له لارې عدالت ته خپل بیان رېکارډ کړي.

ځانکړي ټرېبونل د غدارۍ په کېس کښې په آماراتو کښې مېشته پروېز مشرف بیان اخېستلو لپاره د یو عدالتې کمېشن جوړولو پرېکړه کړې او د دې کېس اورېدنه د راتلونکي نومبر میاشتې تر څوارلسمې نېټې پورې ځنډول شوې.

دا په داسې حال کې، چې په پاکستان کښې یو شمېر سیاسې ګوندونه تور لګوې چه ګنې ملکې عدلېه یواځې د سیاستوالو احتساب کوې او دا چې غدارې او مالې ټګو سره تړلې قضېو کښې ککړ پخوانی پوځي جنرنېلانو پر ضد کارونو کښې عدلیه چټکتیا نه ښيي.

په دې ترڅ کښې نن اسلام آباد احتساب عدالت ته د دې پېښې نه وروسته مېډېا سره خبرو کښې د هېواد تر ټولو لوې حکومت مخالفه مسلم نواز ګوند قاېد او پخوانې وزېرآعظم نواز شریف ددې پر ضد غدارې قضېې معامله راپورته کړې.

نواز شریف درېځ خپل کړې چې هر چاته معلومه ده ددوې پر ضد بې بنېاده مقدمې جوړې شوي خو بیا هم دی پخپله او له دې ګوند سره تړاو لرونکی د هېواد بل پخوانی وزېر آعظم شاهد خاقان عباسې د غدارۍ په مقدمه کښې لاهور هایې کورټ ته وړاندې کېږې.

لاهور هایې کورټ ته وړاندې کړی شوی خواست ترمخه نواز شریف د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره مرکه کښې پاکستان کښې د هند مخالفه او غیر قانونه ګرځول شوې تند لارو ډلو ته فعالیتونو پخلی کړی وو کوم چې پاکستان مخالفه بیانیې ته تقویت ورکوي.

او بېا دغه معامله باندې پوځي او سوېلېن چارواکو باندې ګډ ملي سلامتیا کمېټې بیان لانجمنه کوولو سره خاقان عباسې د ملکې سلامتیا پر ضد ګام پورته کړی ځکه د دواړو په ضد دې د غدارې مقدمه وچلولی شي.

دغه څېر نواز شرېف کال دوه زره دېارلسم کښې د خپلې واکمنې پر وخت د پروېز مشرف پر ضد کال دوه زره اوه کښې په هېواد کښې دستور دا سرغړوونې او دا بېړنې حالت لګوولو ته تور غدارې مقدمه چلوولو اعلان کړې وو او دا هاغې وخت حکومت په دې اړه درې کسېزه ځانکړې عدالت هم جوړ کړی وو.

دا په ملکې تاریخ کښې لومړی ځل وو چه یو پخوانی پوځي آمر د غدارې مقدمې سره مخ شوی وو خو بیا په کال دوه زره شپاړسم کښې د پروېز مشرف د پاکستان نه بهر تلو له کبله لا تر اوسه دغه قضیه نه فېصله کېږې.