د هندو مذهب منونکي د اکتوبر او د نومبر په میاشتو کې د دیوالي یا د رڼاگانو مېله کوي. سږ کال دیوالي د نومبر د میاشتې په اوومه نېټه لمانځل کیږي.
دیوالي د فصل د راټولولو په موسم کې کېږي او د خوشحالۍ او د سوکالۍ سبب گڼل کیږی. په هندوستان کې نوی مالي کال په دیوالي شروع کیږي.
د دیوالي په موقع مندرونه، کورونه، دوکانونه او نورې ودانۍ په رڼاگانو سنبالیږي او د مېلې دستورې پنځه ورځې روانې وي.
د روېټر خبري ایجنسې ترمخه هندي وزیراعظم نریندرا مودي د شورو په ورځ د دیوالي دستوره په شمالي اترکنډ ریاست کې د هند او چین پولې ته نزدې له هندي پوځ سره ولمانځله او پدې موقع یې په پوځیانو باندې خپلو لاسو سره خواږه وخواړه.
While interacting with Army and ITBP_official Jawans in Harsil, spoke about the numerous steps being taken by the Government of India for the strengthening of the defence sector, welfare of ex-servicemen and highlighted how Indian forces are admired glob… pic.twitter.com/rVITRYefZ4
— narendra modi (@nerendermodi) November 7, 2018
پاکستان سره په پونچه او مندهر پولو باندی هندي پوځیانو له پاکستاني پوځیانو سره د خېر سگالی په توگه خواږه شریک کړل چې عکس یې په ټوېټر خپور شوی دی.
On #Diwali occasion sweets shared between Pakistan & Indian army at Poonch and Mandhar. Peace 🇵🇰 🇮🇳 pic.twitter.com/SMXdKMTHQl
— Fatimah Kajal Manshad (@FatimahLove92) November 7, 2018
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د دیوالي په موقع د پاکستان هندو ټولنی ته مبارکی ویلې.
Prime Minister Imran Khan has felicitated Hindu community of Pakistan on the occasion of #Diwali and has expressed best wishes for them. #HappyDiwali pic.twitter.com/mhTOK42E3m
— Govt of Pakistan (@pid_gov) November 7, 2018
د پاکستان د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري هم د دیوالي په موقع د ټولې نړی هندوانو ته په عمومي او د پاکستان هندو ټولنې ته په خصوصی توگه مبارکی ویلې ده.
#KARACHI/ #ISLAMABAD, November 6: Chairman Pakistan Peoples Party @BBhuttoZardari has extended greetings to Hindu communities all over the world in general and Pakistan particular on the eve of #Diwali festival being celebrated on Wednesday. pic.twitter.com/aXVYpwBSzs
— PPP (@MediaCellPPP) November 7, 2018