په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون په اړه نړیوالې اندېښنې

واشنګټن: قهرجن لاریون کونکي دوه اونۍ مخکې په ټول پاکستان کې هغه مهال راپاسېدل کله چې ددغه هېواد سترې محکمې د اسیه بي بي پرضد د ۲۰۱۰ کال پرېکړه په شا کړه.

د پاکستان دغه عیسوۍ مېرمن حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په تور د تېزندۍ له سزا سره مخ وه.

خو د تحریک اې لبیک پاکستان په نامه د یوې مذهبي ډلې لخوا د هغې د خوشې کېدو لپاره د محکمې حکم په کلکه رد شو او د اړوندو قاضیانو د وژلو بیانونه یې ورکړل.

د پاکستان لومړي وزیر د یادې ډلې دغه بیانونه وغندل خو اسلام اباد بیا وروسته له تحریک لبیک پاکستان ډلې سره داسې یو تړون ته ورسېده چې له مخې به یې اسیه بي بي له هېواد څخه د وتلو اجازه نه لري.

پاکستان اسیه بي بي په یو پټ ځای کې ساتي. د بشر د حقونو فعالین دغه تړون غندي.

د بخښنې له نړیوالې ادارې څخه عمر وریاچ وايي:

"هغه څه چې ډېره په زړه پورې ده هغه دا ده چې د پاکستان ستره محکمه راپورته شوه او وویل چې اسیه بي بي، بې ګناه ده او په هغې لګول شوي تورونه ناسم دی. اوس به وینو چې ایا حکومت د سترې محکمې حکم پرځای کولای شي، قاضیان او اسیه بي بي ژغورلی شي او که نه. "

د نړیوالې مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا کمیسیون وايي، مذهب ته سپکاوی په ۷۱ هېوادونو کې جرم ګنل کېږي خو په شپږو کې یې سزا مرګ ټاکل شوې ده.

له یادې ادارې څخه ګېرې بایر وايي:

"په منځني ختیځ کې دا ډول قوانین کله نا کله داسې پلي کېږي چې نه یواځې د لږکیو لخوا د مذهبي ازادیو په وړاندې تېری ګڼل کېږي بلکه هڅه کېږي د هغوی لخوا د بیان د ازادۍ حق محدود کړي او هغوي پرې وځوروي. "

بایر وايي، امریکا او نور هېوادونه دا اجازه نشي ورکولای چې سیمیزې امنیتي اندېښنې د مذهبي ازادیو په برخه کې د دوی د ملاتړ غږ ټپ او غلی کړي.