د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور ادارې (يونيسکو) د کېلاش قبيلې رسم "سوري جاګېک" د غېر مادي کلتوري (ثفافتي) ورثې په فهرست کې شامل کړی دی.
دغه فېصله په موريشيس کې د پام وړ تاريخې ورثې د ساتنې په اړوند راجوړه ۲۴ کسيزه غونډه کې شوې ده.
ويل شوي يونيسکو په پاکستان کې د کېلاش قبېلې ياد رسم د غېر مادي کلتوري ورثې په فهرست کې اچولو منظوري ورکړې ده، په یاد فهرست کې د ورکېدو د خطر سره مخ رسمونه اچولی شي چې د خوندي کېدو دپاره يې اقدامات وشي.
سوري جاګېک کوم رسم دی؟
د خېبرپښتونخوا ډايريکټر کلچر شهباز خان وايي دا د کېلاش قبيلې روايتي رسم دی کوم چې د ډېر پخوا نه د هندوکش په غرييزه سلسله کې راروان دی، او دا په بنيادي توګه د دوي د کال کلېنډر دی.
"دا په بنيادي توګه د نمر، سپوږمۍ، ستورو او سیوري مجموعه ده دې ته د کېلاشي ټولنې جغرافيايي حالت ته کتنه کيږي او د نمر، سپوږمۍ، ستورو د حرکت نه دوي بيا دا مالوموي چې فصل به کوم وخت کري، د څارو نسل کشي به کوم وخت کوي د قدرتي سېلاب، طوفان څه امکانات دي؟".
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دې سوري جاګېک د لارې کېلاشيان خپلې مذهبي مېلې ټاکي او دا د دغه قبيلې د ژوندي پاتې کېدو دپاره مهم رسم دی.
"نوي نسل دې پله توجه نه ده ورکړې يو څو مشران په دې قبيله کې په دې پوهيږي او د هغې نه علاوه چاته نشته دا پته چې په سوونو کاله پخوانی دا سوری جاګېک رسم به کېدلو".
سوري جاګېک چرته نمانځل کیږي
سوري جاګېک رسم د هندوکش په غرييزه سلسله کې ترسره کيږي او دغه رسم کوونکي د کېلاش په بمبورېت، بيرير او رمبور علاقو کې ژوند کوي.
د شهباز خان په وېنا د يونيسکو د غېر مادي ورثې په نوملړ کې اچولو سره به د سوري جاګېک رسم ته په نړيوال او ملکي کچه پاملرنه کيږي.
د کېلاشيانو غبرګون
د کېلاش قبيلې سره تعلق لرونکی لومړی منتخب استازی وزیر زاده وايي هغه ډېر خوشحاله دی چې سوري جاګېک د يونيسکو د پاملرنې په نوملړ کې واچول شو اوپه دغسې کېدو به دا رسم ژوندی پاتې شي.
د کېلاش قبيلې سره تعلق لرونکې د لرغونو اثارو کارمنده سيدګل هم وايي، د يونيسکو د ګام سره به دا رسم خوندي شي ځکه چې نوی نسل زياتره د داسې رسمونو بې خبره پاتې شي خو په داسې کولو سره به دا رسم ژوندی پاتې شي.
کېلاشيانو ته ورپېښې خطرې
شهباز خان وايي په ۲۱م صدۍ کې د کېلاشيانو ثقافت ته ډېره خطره ده ځکه چې دا خلک په ډېر لږ شمېرکې پاتې شوي او په مجموعي ډول د دوي ابادي د څلور زره کسانو نه کمه ده.
هغه وويل د دې يو علت د مذهب بدلول دي او د دې قبيلې کوم تن چې بل مذهب ته واوړي هغه بيا د قبيلې څخه لرې کړی شي، دوېم هلته د سېلګرو بې قابو ورتګ دی ځکه د دوي ډېرې خبرې اوس پټې نه پاتې کيږي او د دوي د کلتور او د تاريخ خیال نه ساتل کیږي.
په وروستيو کلونو کې کېلاشيانو ته د مذهبي تندلارو لخوا د مذهب د بدلولوګواښونه هم شوي وو.