کندهار: په شاه ولي کوټ ولسوالۍ برید د ۱۱ طالبانو په وژنه په شا تمبول شوی

د پاکستان سره پولې ته څېرمه د افغانستان جنوبي کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.

افغان چاواکي ادعا کوي چې د طالبانو ډله ییز بریدونه یې له ماتې سره مخامخ کړي دي.

د کندهار امنیتي قومندانۍ د پولیسو ویاند ضیا دراني له ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو ډله ییز بریدونه تیره شپه لس بجې په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پرامنیتي پوستو ترسره شول او د شپې تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ.

دراني زیاته کړه د وسله والو طالبانو او د پولیسو ترمنځ د شوې جګړې په پایله کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی د مړو درې جسدونه په سیمه کې پاتې شوي دي.

داني وویل "د وسله والو طالبانو دغه بریدونه د پولیسو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او د شوې دوه ساعته جګړې په پایله کې د مخالفینو د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي".

د کندهار د پولیسو ویاند په خبره په دې وسله واله نښته کې افغان پولیسو ته هیڅ ډول تلفات نه دي رسیدلي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ژمي ته په نزدې کېدو سره په افغانستان کې هوا سړه شوې خ ولا هم د طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ نښتې اوعملیات دوام لري.