کومه سره کرښه یا (کونسي ریډ لاین)

کومه سره کرښه یا کونسي ریډ لاین په نوم دغه هېشټګ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په اړوند خبرو ته د خلکو سخت غبرګون په ترڅ کې پر سوشل میډیا روان دی.

جنرل اصف غفور پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وويل چې کله يې د پي ټي اېم سره په اسلام اباد کې خبرې اترې شوې وې نو درې غوښتنې چې پکښې يوه د پوځي څوکو د کمولو وه، دويمه د ماين پاکۍ او دريمه غوښتنه د بې درکه کړل شوو خلکو وه.

هغه زياته کړه چې په دې اړه د پي ټي ايم د غوښتنو نه هم وړاندې کار پيل شوی و. هغه پي ټي اېم ته خبردارۍ ورکړی چې که له سرې کرښې او خپل حده واوخته نو ریاست به مجبوره شي چې له خپل واک څخه کار واخلي.

انس عالم داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی او یو فعاله دی پر خپل ټویټر وايي:

(ډي جې ایي اېس پي) ار له پخوا نه د سرې کرښې اوښتی وو. خو حیرانونکې خبره دا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې قانوني دي او تر اوسه ښاغلی اصف غفور په دې انتظار وو چې د پي ټي اېم څخه یو غیر قانوني کار وشي تر څو دوی د دغه غورځنګ پر ضد ګامونه پورته کړي.

ارمان لوڼۍ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی او یو فعاله دی پر خپل ټویټر لیکلي:

پر رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ځای نه ورکول، د پي ټي اېم مهمو فعالینو نیول، د پي ټي اېم غړي د سرکاري نوکریو څخه ګوښه کول او د طاهر داوړ وژنه ټول هغه غېر قانوني ګامونه وه چې ستاسو لخوا اخیستل شوي.

هغه د پاکستان د پخوانو پوځي امرانو عکسونه خپاره کړي او ورته يې ليکلي دوي د سرې کرښې نه ؤ اوختي،

​ایینه درخانۍ په لندن کې میشته پښتنه فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ملاتړه په خپل طنزیه ټویټ کې وايي:

پي ټي اېم ځکه د سرې کرښې اوختی چې د نقیب الله محسود په وژنه کې ککړ راو انوار ته د سزا غوښتنه کوي، د بې درکه کړل شوو پښتنو درک غواړي، په پخوانۍ فاټا کې ماین پاکي او په پوځي چيک پوسټونو د پښتنو ځورول بند شي.

فېصل صدیقي نومې تن په ټويټر د پوځ سره بندي د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان، د اسامه بن لادن او اصف غفور عسکونه خپاره کړي او ورته يې ليکلي،

مور جانې به ويل يوه دنده وړه يا غټه نه وي.