دسولې عالي شورا:پاکستان څخه دسولې په تړاؤ دنورو ګامونو هیله هم لرو

دافغانستان دسولې عالي شورا دپاکستان لخوا دطالبانو امریکه سره خبرو ته داماده کولو هرکلی کړی اؤ هیله یې ښکاره کړې چې پاکستان به داسې نور ګامونه هم واخلي چې له امله یې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات تامین عملي شي.

دافغانستان دسولې لپاره دامریکا د استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ نن د دوشنبې په ورځ په متحده عرب اماراتو کې څلور اړخیزه ناسته پیل شوې ده.

په دې غونډه کې دپاکستان،افغانستان، متحده عرب اماراتو اؤ قطر استازي ګډون لري.

دافغانستان دسولې عالي شورا ویاند احسان طاهري امریکا غږ ډيوه سره دامریکا داستازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دمخامخ خبرو اترو په تړاو وویل چې په دې ناسته کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرو لپاره زمینه برابریږي.

هغه وویل دا مهال پاکستان دافغانستان دسولې دهمکارۍ لپاره عملي ګام پورته کړی او په وینا یې دسولې عالي شورا داسلام اباد له دې اقدامه هرکلی کوي.

نوموړي وویل"دا چې پاکستان په افغان سوله کې دمرستې لپاره عملي ګام پورته کړی دی هرکلی یې کوو او مونږ د نورو همکاریو د دوام په تمه یو ترڅو دافغانستان دسولې مذاکرات پیل شي"

هغه وویل هرهغه هیواد چې دسولې لپاره همکاري کوي مسئولیت لري او مونږ امید لرو چې پاکستان دسولې لپاره نور اقدامات هم ترسره کړي.

دطالبانو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا وايي په اماراتو کې دامریکا او طالبانو ترمنځ په پیل شوې ناسته کې به له افغانستان څخه دبهرنیو دځواکونو وتلو پرموضوع ،دبندیانو د خوشې کیدو او د اوربند خبرې کیږي.

سید اکبر اغا وویل"له زلمي خلیلزاد سره دطالبانو د اصلي خبرو موضوع به افغانستانه دبهرنیانو دوتلو په څرنګوالی وي که چیرې توافق ته ورسیدل په دویم قدم کې دبندیانو په تبادلې او د اوربند پرخبرو باندې بحث کولو ته زمینه برابریږي"

دهغه په وینا "دسعودي او پاکستان ګډون شاید چې خلیلزاد پردې هیوادونو فشار راوړي چې پرطالبانو په افغانستان کې دبهرنیانو دوه درې اډې ومني خو زه فکرنه کوم چې طالبان دې ورسره ومني ځکه هغوی د پوځي اډو موجودیت خپله ناکامي ګڼي"

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دسمبر په دویمه دسیمې هیوادونو ته خپل دریم سفرپیل کړی او تر دې وخته یې دپاکستان،افغانستان ،روسیې ،ترکمنستان، اذربایجان هیوادونو له مشرانو سره یې دافغانستان دسولې دخبرو په تړاو بحثونه کړي دي او دا لړی به دسمبر تر۲۰مې نیټې دوام ولري.

زلمي خلیلزا په تازه څرګندونو کې دافغانستان دسولې دخبرو مثبتو پایلو ته هیله ښودلې او ویلي دي چې په افغانستان کې سوله راتلونکې ده