په کابل کې د خوشحال خان څیړنیز علمي سمینار جوړ شوی

خوشحال خان خټک څيړنيز سيمینار

د افغانستان پلازمینې کابل پوهنتون کې د خوشحال خان خټک د څلور ورځني څیړنیز علمي سمینار پېل شو او په مراسیمو کې يې د خېبر پښتونخوا او کوټې نه راغلو کسانو او د افغان چارواکو په ګډون د پوهنتون استازانو، ليکوالانو او محصلینو برخه واخیسته.

د کابل پوهنتون ريیس حامدالله فاروقي او ګڼو نورو په څیړنیز علمي سمینار کې د افغانستان لپاره د خوشحال خان خټک هڅې تاریخي وګڼلې.

فاروقي ویلي د خوشحال خان لیکنې اثار دافغانستان په کلتور مثبت اغیز کړی او په دې تړاو د نوموړي هڅې د ستاینې وړ دي.

فاروقي وویل (ملي مبارز ننګیالی لیکوال او شاعر ټولنپوه، وګړپو او لنډه دا چې له نورو ډیرو معنوي ښیګڼو او د لوړو اخلاقو او ځانګیړنو نابغه افغان او نوموړی په سیمه کې د عدم تشدد د مبارزې اتل و).

د ننګرهار پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وايي خوشحال خان ولسي شاعر و او د هغه شاعري به د راتلونکي ژوند لپاره د الهام د اخیستوسرچینه وي.

هغه وویل (خوشحال خان خټک د ژوند د جوړولو د امید پیدا کولو او د ولسونو د رابللو شاعر دی او د خوشحال شعرونه به په راتلوونکو زمانو کې د ښه او ښکلي ژوند لپاره د لهام لویه منبع وي او پکارده چې د ده د فکر، هنر او هڅو د معرفي کیدو لپاره دغسې غونډې ولرو).

د خېبرپښتونخوا اوسیدونکی جاوید حسن علي علمي خوشحال خان د ژوند په کارنامو څخه هم یادونه وکړه او وې ویل خوشحال خان خټک د ملي مبارزې لپاره ویاړنې کارنامې کړي دي او د هر استبدادي ځواک پرضد یې د مبارزو لړۍ جاري ساتلې وې او یوازنی هدف یې د خپلواکۍ ساتل و.

هغه وویل (خوشحال بابا د قومي بیدارۍ اتحاد اتفاق عزت او نیشنل اډینټیټي لپاره چې کوم کارکړی دی له هغه نه پس د پاچاخان نه بغیر بل هیچا نه دی کړی).

د خوشحال خان علمي څیړنیز څلور ورځنی سمینار چې دسمبر په ۱۷ نېټه پیل شوی دویم به یې د دسمبر په ۲۰ وي او دوه نورسمینارونه به یې د افغانستان د علومو په اکېډمۍ او ارګ کې ترسره کیږي.