افغانستان:دپاکستان افغان پالیسۍ کې بدلون راغلی دی

دافغانستان دسولې دعالي شورا د دارلانشا مشر او دسولې سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی ښاغلی عمر داودزی وايي دافغانستان په تړاو دپاکستان پالیسۍ بدله شوې چې افغانستان یې هرکلی کوي.

عمرداودزي دسولې په سیمه ییزې اجماع کې د محمد اشرف غني د ځانګړي استازي په توګه دمعرفي کیدو په مراسمو کې هیله وښوده چې دپاکستان بدلیدونکي پالیسۍ به ريښتنې وي ترڅو افغانستان اوپاکستان یو له بله هیڅ ډول ویره ونه لري.

نوموړي وویل"که د پالیسۍ د بدلون لامل هرڅه وي که هغه دامریکا فشاروي او یا هلته دیو نوی حکومت رامینځته کیدل او یو افغاني الاصله تن یې صدراعظم شو خومونږ یې دپالیسۍ دبدلون شواهد او نخښې وینو مونږ یې هرکلی کوؤ اؤ هڅوؤ یې چې مخ ته ولاړ شي"

روانه اوونۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې په اماراتو کې پاکستان دافغانستان دسولې په تړاو دامریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره کړې ده.

په سمه ییزه اجماع کې د محمد اشرف غني استازي داوود زي ویلي سوله راتلونکې ده او دنړیوالې ټولنې، طالبانو اوهمداراز دګاونډي هیواد په پالیسیو کې د تازه بدلونونو ته په کتو په نزدې وخت کې به یو ټیم دسولې په مسوده باندې کار پیلوي.

نوموړي وویل"هغه تجربه او اړیکې چې لرمه یې دهغې په اساس ویم چې سوله نزدې ده،دومره نزدې هم نه ده چې په څو ورځو یا څو اوونیو کې،خو په څومیاشتو کې به مونږ دسولې په برخه کې دپام وړ پرمختګونوشاهدان ووسو"

په دغه مهال دسولې دعالي شورا مشر کریم خلیلي د داودزي دمعرفي کیدو پرمهال وویل دافغانستان خلک د جګړې پای ته رسیدل او سوله غواړي.

نوموړي ویلي له هرهغه ادرس څخه چې دسولې غږ پورته شي دسولې عالي شورا له هغې ملاتړ کوي.

خلیلي وویل"خوشحاله یو چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دسولې په تړاو کومې هڅې پیل کړي دي یوې ښې پایلې ته ورسیږي"

افغان چارواکو ویلي دسولې دغوښتنې لپاره اجماع شتون لري خو دمیکانیزم په اړه یې لا ملي اجماع نه ده رامنځته شوې.

دسولې سیمه ییزې اجماع لپاره دمحمد اشرف غني ځانګړي استازي وویل چې سوله قرباني غواړي او داسې سوله باید په افغانستان کې رامنځته شي چې ملي یووالی باید ترخپل منفي اغیزلاندې را نه ولي.

نوموړي وویل"په دې غوښتنې چې سوله غواړو اجماع شته خو په میکانیز باندې تراوسه اجماع یا یووالی شتون نه لري او په ځانګړې توګه چې مونږ یې قیمت باید پریکړو، سوله قیمت لري او قرباني غواړي خو په قیمت او قرباني باندې اجماع نه ده رامنځته شوې"

دسولې په تړاو دا څرګندونې په داسې حال کې رامنځته شوي چې دامهال په ابوظبۍ کې دسولې لپاره دامریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ نن په دریمه ورځ هم روانه ده.

که څه هم تراوسه د دې خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي خو په ناتائیده رپوټونو کې دموقت حکومت او دشپږمیاشتې اوربند د رامنځته کیدوخبرونه مخې ته راغلي دي.

خوطالبانو پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې تراوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ له افغانستانه دبهرنیوځواکونو د وتلو په سر خبرې شوي دي.

د ابوظبۍ په ناسته کې دمتحده عربي امارات سعودي او د پاکستان استازي هم ګډون لري او دې ناستې ته دافغان حکومت رسمي ۱۲ کسیزه پلاوی ورغلی خو لایې په دې غونډه کې تراوسه له طالبانو سره خبرې نه دي کړي.