د افغانستان ولسي جرګې د پاکستان سره تګ راتګ د ولسونو په خېر ګڼلی

د افغانستان ولسي جرګې د اشرف غني او عمران خان ترمنځ له شویو خبرو هرکلی کړی او د هغوي راتلونکي سفرونه یې د ولسونو په خېر ګڼلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم عمران خان د زيارت، پنجشنبې په ورځ په ټيليفون خبرې کړي او د افغانانو په مالیکیت او مشرۍ د سولې په خبرو او همکاریو په تړاؤ غږېدلي دي.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځه هغه اړیکې چې مخکې ترینګلې وې په دې وروستیو کې د رغېدو لپاره هڅې پېل شوې او په لوړه کچه د حکومتي چارواکو تګ راتګ او ټیلیفوني اړیکې د لر او برد ولسونو لپاره یو ښه زیری دی.

نوموړي امریکا غږ ډیوې ته وویل ولسونه د حکومتونو اړیکو جوړېدو ته جدي اړتیا لري او له دې پرته امن او اقتصادي پرمختګ چې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی نشي راتلی.

صالح وویل "​تر څو پورې چې د دوی ترمنځ تګ راتګ وي، ټیلفوني اړیکې وي کولی شي چې د هغوی ترمنځ بې اعتمادي له منځه یوسي اوښه ګام دی د دواړه ګاونډیو ملکونو د ښو روابطو د جوړېدو لپاره او امېد لرو چې د دې روابطو د قوي کېدو په نتیجه کې دواړو هیوادونو ته یوه داسې سوله راشي چې په هغې کې دولسونو خېر وي"​.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبد القادر قلاتوال وايي د افغانستان خلک له پاکستان څخه دسولې په برخه کې د عملي ګامونو اوچتولو هیله لري.

نوموړی وايي، د تېر په څېر اوس هم افغان ولس د سولې په پروسه کې د پاکستان له همکاریو ډاډمن نه دی او په دې برخه کې د پاکستان حکومت ته پکار دي چې دهمکاریو ژمنه په عمل کې ثابته کړي.

قلاتوال وویل "​که چیري د خپلو ګټو په خاطر پاکستان له داسې ډیپلوماسۍ کار واخلي او په ظاهره سیاسي اړیکې له افغان چارواکو سره او د پردې ترشاه بیرته همغه زړې خبرې وي زه ګومان کوم چې نتیجه به ونه لري خو مناسبات ښه دي چې د پاکستان له سیاست والو او د لومړۍ درجې له چارواکو سره د پاکستان او افغانستان مسئولین راشه درشه ولري ، په نیک پال به یې ونیسو خو تېرو تجربو دا ثابته کړې ده چې حالت څه ډول و"​.

د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني او د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په ټيليفوني خبرو کې د افغان ولس په مشرتابه او مالیکیت د سولې د خبرو په بهیر او د کابل او اسلام اباد ترمنځ په بیلابیلو برخو کې په همکاریو غږېدلي دي.

د دې خبرو پرمهال جمهور رییس محمد اشرف غني د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته رسمي بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي عمران خان هم د محمد اشرف غني دغه بلنه منلې او خان هم له ښاغلي اشرف غني څخه وغوښتل چې پاکستان ته په یوه مناسب وخت کې سفر وکړي.

د صدر اشرف غني او عمران ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خیلزاد افغانستان ته له سفرکولو وروسته دا مهال په پاکستان کې دی.

اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد له رسیدو وړاندې په کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې په تړاو بحث او خبرې کړې وې.