واشنګټن ــــ په لورالای کې د احتجاج په وخت د وژل شوي د پښتون ژغورنې غورځنگ د مهم غړي ارمان لوڼي ملگرو ویلي د ارمان ژوبل کېدو وروستو کله چې ملگرو هڅه وکړه دې روغتون ته بوځي نو پولیسو پرې ټوپکې راوړولې او غږ یې ورکړو چې که ورنژدې شوئ نو ولو مو نو دوی هم په ځای ولاړ پاتې شوو.
د ارمان لوڼي په وژنه باندې په ټولنیزو رسنیو تود بحث روان دی. د سړو ترڅنگ په سوشل میډیا فعاله ښځو هم په دې پېښې سخت قهر، غصه او د غم څرگندونه کړې ده.
په ټوېټر شبانه تاج نومې یوې میرمنې د خپل غم اظهار د پښتو ژبې په یو شعر سره کړی.
زړه مي وینې وینې ژاړي، نن زموږ ټولو پښتنو پيغلو ورور شهید سوی دی. هره مور دي داسي پر قام مئين اولادونه راوړي. #ArmanLunikilledByTheState #PashtunRejectStateTerrorism pic.twitter.com/QRGSLGc6MK
— Shabana Taj (@ShabanaTaj11) February 2, 2019
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یا ایچ ار سي پي غړې ماروي سرمد چې په ټویټر ډېره فعاله ده، د ارمان لوڼي په وژنه پخپل ټویټ پیغام کې پوښتنه کړې ده:
"د ریاست د لاسه د ارمان لوڼي دا ظالمانه قتل په ساهیوال کې شوي قتل عام نه څنگه جدا ده. ولې د پاکستان ټول اولس د ریاست د دغه ظلم په ضد نه ودریږي؟".
How is this brutal murder of @arman_loni by a state Agency different from the massacre in Sahiwal? Why should entire Pakistan not stand up against this state sponsored brutality? WHY??? https://t.co/ujy5TbQiuD
— Marvi Sirmed (@marvisirmed) February 2, 2019
د عوامي نېشنل گوند غړې بشرا گوهر په ټویټر خپل پیغام کې د ارمان لوڼي د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې او د ارمان کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.
"زه ډېره خفه یم او په سختو ټکو کې د پي ټي ایم د غړي ارمان لوڼي د هدفي وژنې غندنه کوم. پکار ده د بلوچستان گوډاگی وزیراعلی استعفی ورکړی. مونږه ریاستي ترهگري ردوو".
Shocked. Strongly condemn the targeted killing of #PTM member #ArmanLuni in #LoralaiPTMSitIn. #PuppetPM & #PuppetCM #Balochistan should resign. Reject State terrorism! #ZwananMoQatlKegi #DaSangaAzadiDa??? My heartfelt condolences to @WrrangaLunri2 & her family. https://t.co/1uU3GtYpTR
— Bushra Gohar (@BushraGohar) February 2, 2019
په ټویټر باندې گل نومي یوې میرمنې د ارمان لوڼي په دردناکه وژنه د خپل غم اظهار څه په دې ټکو کې کړی دی.
دې قاتل او جلاد رياست ډېر ظلم وکړو. ارمان لوڼی خو د امن نوم و. زغمل يې ګران دي خو د صبر او زغم جنګ دی او د حکمت نه د کار اخستلو وخت دی. وړانګه لوڼۍ ته ډاډ ورکوو چې په خاوره او ملت مين هر پښتون ارمان لوڼی دی.#ArmanLuni #ArmanLuniKilledByTheState
— 🌻(Gul) ګل🌷 (@iam_gul1) February 2, 2019
خبریالې ماریانه بابر د ارمان لوڼي په وژنه خپل ټویټ کې ویلي چې دا پېښه د باور وړ نه ده.
"یقین مې نه راځي. ایا ریاست سوله ییز لاریون کوونکو ته پیغام استوي؟ صورتحال بدلېدل غواړي. د نقیب الله څخه چې قاتل یې خوندي دی اوس مو ارمان لوڼی له لاسه ورکړو. امن جړکېدلی دی او د منظور پښتین لپاره د امتحان وخت دی".
Unbelievable! Is the state sending a message to Peaceful protestors? Situation bound to change. From Najibullah whose killer protected now Arman Luni taken out. Peace has been jolted and testing times for @manzoorpashteen . https://t.co/D4yCpeGgto
— Mariana Baabar Pashteen (@MarianaBaabar) February 2, 2019
د پي ټي ایم یوې فعالې نرگس آفشین خټک په پښتو ژبه کې ټویټ کې فریاد کړی چې نور به څومره عدم تشدد خپلوو:
افففف ارمان لوڼی پہ تہ خو مونگ دسے مرگ نشی پرزو کنہ ۔ وہ پشتنوو ۔۔۔ دہ ریاستی اداروں دہ ظلمونہ بہ کلہ پورے برداشت کوو ؟ او کلہ پورے بہ عدم تشدد خپلوو ؟؟😢💔#PashtunRejectStateTerrorism #ArmanLuniKilledByTheState #ArmanLonri RIP pic.twitter.com/NfarZk5ssG
— Nargis Afsheen khattak (@Nargisafsheen99) February 2, 2019
د بشري حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل پخپل ټویټ کې تمه څرگنده کړې چې د ساهیوال پېښې په شان پکار ده د ارمان لوڼي په وژنه هم په ټول پاکستان احتجاج وکړي:
میں امید کرتی ہوں کہ جیسے سارا پاکستان ساہیوال میں سی ٹی ڈی کے ہاتھوں شہریوں کے قتل پر غمزدہ تھا اور پر احتجاج تھا ویسے ہی سارا پاکستان بمعہ لاہور ریاستی اداروں کے ہاتھوں ارمان لوڼی کے قتل پر پُر احتجاج ہو اور انصاف مانگے اور اگر ایسا نہیں کیا تو اسکا مطلب کہ نسل پرست آپ ہیں
— Gulalai_Ismail (@Gulalai_Ismail) February 2, 2019
د ارمان لوڼي جنازه به د کلا سیف الله په تلري نومي هدیره کې د اتوار په ماسپښین درې بجې تر سره کیږي.