ارمان لوڼی نه مري‎

د ارمان لوڼي وژل اوس نا ممکن دي ځکه چې هغه به د تل لپاره د پښتنو تر منځ یو ژوندی کردار وي.

د ارمان لوڼي نزدې ملګري وايي د هغه وژل یوه پیښه نه وه بلکه یو پلان وو او دا ځکه چې ارمان لوڼي پښتانه رابیدارول او زاړه پاله فکر یې له منځه وړلو.

د ارمان ملګری وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ترغړیتوب وروسته ورته ډېر ګواښونه وو خو هغه نه یواځې خپله مبارزه پرېنښوده بلکې خپله پېغله خور وړانګه لوڼۍ یې هم اوږه په اوږه په خپله مبارزه کې شریکه کړې وه.

ارمان د بلوچستان پوهنتون له پښتو څانګي څخه په پښتو ادبیاتو کې ماسټري کړې وه او شاعري هم کوله.

ارمان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوله او د پښتنو د ملي خپلواکۍ د حق غوښتنې یو ریښتیني مبارز وو.

هغه به خپل په فیسبوک پاڼې تل د ښځو د حقونو لپاره لیکنې کولې.

ارمان لوڼي لیکلي:

"بايد چي هر وګړى خپله مېرمن، خور او لور ته دا حق ورکړي چي په قامي لښکر کي برخه واخلي او ښځي بايد چي د خپل حق غوښتلو لپاره سياست وکړي. او خپل حقونه د سياست له لاري ترلاسه کړي۔ تر څو چي راوتلې نه وي اواز يې نه وي پورت کړى تر هغو څوک دوى له حق نه وکوي. راځئ چي ټول قام دوسته اولس خپلي ښځي راولو او اوږه پر اوږه يې ځان سره و دروو".

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند تواب غورځنګ په خپل ټویټر لیکلي:

د ارمان د مقبرې پر شناخته ولیکئ: او دا هغه ځوان و، چې د پېړیو ارمان د پوره کېدو لپاره یې په خپلو وینو د لورالایي پر شګلنه ځمکه د پښتون د راوېښېدونکي اقبال د سرو غاټولو تخم وکرلو.

په ټولنیزو رسنیو پښتانه وايي چې د دغه مبارز خور او ورور د جوړې مثال به په تاریخ کې ولیکل شي او پښتانه به ترې نه زده کړه کوي.