ننګرهار شینواري: ولسمشر غني د داعش ډلې په ختمولو کې خپله ژمنه پر ځای کړه

کابل ــــ د افغانستان د ننګرهار ولایت د شینوارو قومي مشرانو له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي، چې په ختیځ کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت مشرتابه خپله ژمنه بشپړه کړې ده.

د ارګ په بیان کې راغلي چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې د له منځه وړولو د شوې ژمنې د پر ځای کولو په بدل کې د شینوارو قومونو ولسمشر اشرف غني ته د زمري لقب ورکړ.

د سه شنبې- نهې په ورځ په ارګ کې له اشرف غني سره په لیدنه کې چې د شینوارو لسګونو قومي مشرانو، مخورو سپین ږیرو او دیني عالمانو پکې برخه درلوده قومي مشر ملک عثمان له نوموړي وغوښتل چې یو ځل بیا شینوارو ته سفر وکړي.

د ارګ د بیان له مخې ولسمشر غني د شینوارو ولسي مشرانو ته په وینا کې د داعش ډلې په له منځه وړلو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ د شینوارو او مومندو د سیمو د خلکو مبارزه وستایله او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې له داعش پاکو شوو سیمو د ساتنې لپاره د ولس په همغږۍ تدابیر ونیول شي.

د شینوارو قومي مشرانو ویلي، په روان لمریز کال کې په ختیځ ننګرهار کې داعش ډله له منځه وړل شوې او هغو سیمو ته چې تېر کال د دې ډلې تر ولکې لاندې وې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ورغلې او خپل عادي ژوند یې پیل کړی دی.