۸ مارچ د ښځو نړیواله ورځ: شاعره او د اتلسو کتابونو لیکواله پروفیسره سلما شاهین وپېژنئ

64 کلنه سلما شاهین د پښتو ادب هغه نوم دی چې د پښتو ادب، شاعرۍ او فوکلور سره مینه لرونکي ټول پښتانه يې نه یواځې د نامې خبر دي، د پښتو ادب لپاره کړي خدمتونه يې هم ټول ستايي.
د خېبر پښتونخوا مردان د بغدادې کلي اوسېدونکې سلما شاهین د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشره او د پښتو ادب استاده پاتې شوې ده. د هغې په شاګردانو کې د پښتو ژبې ګڼ شمېر شاعران او لیکوال هم شامل دي.
مېرمن شاهین پخپل ادبي ژوند کې ګڼ شمېر ایوارډونه هم تر لاسه کړي، چې په هغوی کې د پاکستان حکومت ستره سرکاري جایزه (تمغهٔ امتیاز) او د افغان صدر اشرف غني له خوا د میوند جګړې د اتلې ملالۍ صدارتي ایوارډ هم شامل دی.
د اتم مارچ د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پیغام کې سلما شاهین د جینکو مور و پلار ته وایي، چې له لوڼو سره ښه سلوک کوئ، د دوی رهنمایي کوئ، په کوم عمرۍ یې مه ودوئ، تعلیم په وکړئ او په لور زوی کې فرق مه کوئ، هله به د پښتنو په شاته پاتې معاشرې کې بدلون راځي.

د سلما شاهین د ژوند او ادبي خدمتونو کیسه د هغې نه خپله په دې مرکه کې واورئ، چې ماه وش جلیل ورسره کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له سلما شاهین سره مرکه