افغان مېرمنه: "هغه سوله نه منم چې ثبات راولي خو ما بندي کوي "

په افغانستان کې په ترهګرۍ او د خپلې خوښې شریعت جوړولو باندې د تورنو طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو افغان مېرمنې د هیواد په اینده کې د ښځو په ممکنه رول باندې د بل هر وخت نه زیاتې اندېښمنې کړي دي.

د افغان مېرمنو تر ټولو لویه وېره دا ده چې ایا د سولې په خبرو کې به طالبان دې ته څومره چمتو وي چې د مذهب په نوم د ښځو لپاره خپله سخت دریځه تګلاره پریږدي؟

دغو وېرو ته یو ډول د افغانستان ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې ځواب ویلی وو چېد سولې د مذاکراتو په موخه مشورتي بورډ جوړېږي چې په هغه کې د ښځو د استازو برخه لرل او لیدلوری مهم دی.

ښاغلي غني ښځو ته ډاډ ورکړی چې دسولې پروسه کې به د ښځو نظرونو ته درناوی ورکول کیږي.

افغانې مېرمنې وايي دا ځل به د طالبانو سره د سولې په پروسې کې یوازې تماشا نه کوي بلکه د خپلو حقونو لپاره به غږ پورته کوي.

مېرمنی وایي، چې دوې د سولې غوښتونکې دي، خو هغه سوله، چې له عدالت سره مل نه وي دوې یې نه غواړي.

افغانه خبریاله نجوا علیمي وايی: "زه به هغه سوله و نه منم چې ثبات راولي خو ما بندي کوي".

په افغانستان کې د ښځو د چارو مرستیاله وزیره میرمن نبیله مصلح وايي افغان حکومت توانیدلی چې هیواد کې په هره شعبه کې ښځو ته زیاته ونډه ورکړي، نه یوازې په وزارتونو او حکومتي ادارو کې بلکه په تعلیمي څانګو کې هم دا شمیر زیات شوی.

مینه رضايي چې د رسټورانټ مالکه ده وايي مونږ خپله ازادي له لاسه نه ورکول غواړو.

"زما په خيال د طالبانو د رژیم وروسته د ښځو لپاره ازادي تر لاسه کول تر ټولو لویه کامیابي ده. او که مونږ یو ځل بیا په شا ځو نو دا به زمونږ لپاره لوی تاوان وي."

افغان مېرمنو ته یاد دي چې څنګه به د طالبانو په عدالت کې د ښځو پر ضد د قضیو فېصلې کیدلې او څنګه به بیا په بورقه کې پټه بې وسه ښځه د خلکو مخکښې طالب وسله وال وژله یا په کوړو او درو وهله.

د ښځو سره په ډک بازار کې د طالبانو د بد چلند او ښځو ته د طالبانو د خپل سره محکمو لخوا د ورکړل شوو سزاګانو عکسونه تر اوسه په نړیوالو رسنیو وخت په وخت څرګندیږي.

یلدا په ۱۴ کلنۍ کې واده شوه او اوس په یوازې ځان د خپلو څلورو ماشومانو روزنه او پالنه کوي. هغه په بست رسټورانټ کې اشپزه ده.

"که هغه وخت طالبان نه وو او ما خپلو زدکړو ته دوام ورکړې وای نو امکان یې وو چې زه اوس په يو ښه مقام وای. شاید ډاکټره وايې، نرسه وایې یا په پارلمان کې وایی. خو وګورئ څومره مشکلات یې پر مونږ راویستل. مونږ اوس بیا پر خپلو پښو ولاړ یوو او که بیا مونږ له دغه هر څه محروموي نو مونږ ورته اړتیا نه لرو."

د طالبانو رژیم د سپین بودلک نه په کال ۱۹۹۴ کې پېل شو او په سپتمبر ۱۹۹۶ کښې يې کابل ونیولو چې بیا په کال ۲۰۰۱ ډېسمبر میاشت کې دغه رژیم نسکور کړای شو.

د دغه رژیم پر مهال د کابل په ګډون د طالبانو د واک لاندې سیمو کې د جینکیو ښوونځي تړلې شوې وې، ښځو ته د کار کولو حق نه و او ان تر دې چې له کوره بې محرمه مېرمنو ته د وتلو اجازه هم نه وه. په هېواد کې ټول بهرني سازمانونه تړل شوي و.

د ښځو د چارو وزارت د شمېرو او راپورونو له مخه په افغانستان کې په تیرو ۱۷ کالو کې مېرمنو په سیاسي او اجتماعي ډګر کې ډیرې لاس ته راوړنې لرلې. د افغانستان په پارلمان کې دا مهال د ښځو شمېر تر ۴۰٪ هم زیات شوې دی.

په حکومتي ادارو کې شاوخوا ۱۰ مېرمنې د وزارت او معینیت یا په لوړو مقامونو کې کار کوي. په زراعت کې ۱۶۰،۰۰۰ ښځې او په مجموعي توګه په شخصي کاروبارونو کې لږ تر لږه ۷۰٪ ښځې کار کوي چې د افغانستان اقتصاد ته یې لویه ګټه رسي. په پوهنتونونو او ښوونځېو کې د میرمنو شمېر تر ۳۰٪ هم زیات دی. په رسنیو، امنیت، پولیسو او نورو څانګو کې د مېرمنو شمېر د پخوا په پرتله په بیساري ډول زیات شوی.