هند: که عمران خان د ترهګرۍ پر ضد مخلص دی مسعود اظهر دې هند ته وسپاري

واشنګټن ـــــ د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د چین هغه ګام ته سخت غبرګون ښوولی چې په پاکستان کې د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د شاملېدو مخه ونیوله.

مېرمن سوراج د هندي ټیليویژن چینل له لارې وویل: "مونږ به له پاکستان سره هغه وخت خبرو ته کښېنو چې پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي. خبرې او تزهګرۍ دواړه سره یو ځای نه کېږي".

جیش محمد ډلې تېره میاشت د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلواما سیمه کې د هغه ځانمرګي برید ذمه واري ومنله، چې لږ تر لږه 40 هندي پولیس پکې ووژل شول.

مېرمن سوراج زیاته کړې: "ځینې خلک وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان ډېر سوله خوښوونکی دی. که دا خبره حقیقت ولري نو عمران خان دې مسعود اظهر هند ته ور وسپاري ".

خو د پاکستان حکومت له هنده د جیش محمد ډلې په وړاندې د ثبوتونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هغه وخت به د دې ډلې پر ضد ګامونه پورته کړي چې هند ورته پاخه ثبوتونه وړاندې کړي.

د مسعود اظهر ترهګر پېژندلو د مخنیوي په ضد هندي تاجرانو هم د چینایي مصنوعاتو د بایکات غږ کړی، خو چین تر اوسه د خپلو مصنوعاتو د بایکاټ په اړه د هندي تاجرانو د اتحادیې او هندي ګوند پرېکړې ته څه ځواب نه دی ویلی.

د ترهگرو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره کارکوونکي تنظیم فاینانشل اېکشن ټاسک فورس هم پر پاکستان فشار زیات کړی چې د وسلوالو د مالي سرچینې شنډولو لپاره دې غوڅ گامونه پورته کړي. که چېرې پاکستان د ادارې غوښتنه ونه مني نو په تور فهرست کې به شامل کړی شي.

په وروستیو کې پر اسلام اباد د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له خوا دا فشار لا زیات شوی چې پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي.

جیش محمد ډله په 2001م کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د بندیزونو په تور لیسټ کې شامله شوه.