د قبايلي ضلعې مومندو د يکه غونډ په مرکزي بازار کې په کال ۲۰۱۰ م کې يو ځانمرګی برید شوی، د ۱۰۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي د ۱۲۰ نه زيات ژوبل شوي او ۳۰ کورونه پکې تباه شوي وو.
د يکه غونډ په بريد کې ژوبل شوی سپين ږيری سمیع الله چې زوی یې په دې پېښه کې وژل شوی او د کورنۍ څلور نور غړي يې ژوبل شوي وو او د کور ۱۲ کوټې يې راغورځېدلې وې.
هغه وايي د دغه بريد نهم کال دی خو حکومت د دوي د وران شوي کور تراوسه پورې د دوي سره مالي مرستې نه دي کړي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د هغه وخت پوليټيکل انتظامیې ورسره د مالي مرستو ژمنې کړې وې.
د يادې پېښې يو بل اغېزمن نور زاده چې د ځانمرګي بريد د چاؤدنې له امله يې کور په بشپړ ډول تباه شوی او د کوټې غورځېدو له امله يې د دوه ماشومانو لوڼو په ګډون د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي وو.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دغه بريد نه يواځې د هغه کورنۍ د غټ زاني تاوان سره مخ کړه بلکې د کوره يې خلاص کړو، او بيا يې د ګټې وټې يواځينې لاره دوه پاتې ګاډي د بل کور دپاره خرڅ کړه او ځانله يې پرې بل کور جوړ کړو.
هغه وايي د کورنۍ غم يې هېر نه دی او د سخت مالي تاوان ښکار شوی خو د سميع الله په څېر نور زاده هم وايي د ورانو کورونو د مالي مرستو يې چا پوښتنه نه ده کړې.
د يکه غونډ د ترهګر بريد زیاتره اغېزمن تراوسه د مالي زيان مرستو ته په تمه دي.
په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) د شمېرو ترمخه د ترهګرۍ پرضد جګړو له امله په یاده سيمه کې ۹۰ زره کورونه په بشپړ ډول او نيم تباه شوي وو.
د ادارې ترمخه د ۵۰ زره ورانو شوؤ کورونو د مالکانو سره مالي مرستې شوي او اداره وايي د پاتې نورو سروی روانه ده او د اغېزمنو کورنیو سره به مالي مرستې کولی شي.
حکومت په بشپړ ډول د وران شوي کور دپاره څلور لاکه روپۍ او د نيم وران دپاره يو لاک شپېته زره روپۍ مالي مرستې ورکوي.
د قبايلي سيمو اوسېدونکي چې په سيمه کې ترهګرۍ ځپلي کورونه او کاروبارونه یې د منځه تللي وايي د حکومت دغه مرستې يې ډېرې کمې دي.
او د مومندو ضلعې نه د سېنېټ غړی هلال رحمان هم مني چې دا حکومتي مالي مرستې ډېرې کمي دي او زياتوي چې حکومت اوس د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو کوم پلان لري هغه به په سېنېټ کې دا خبره راپورته کوي چې په دې پروژه کې زیات کورونه قبايلو له جوړ کړی شي.
په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پرضد په کال ۲۰۰۹م کې پوځي عمليات پېل شوي او نزدې د اووه واړو قبايلي ضلعو نه خلکو کډې کړې وې.
د اېف ډي اېم ای ترمخه دا وخت يواځې د شمالي وزيرستان او د خېبر ضلعې اوسېدونکي د کډوالۍ ژوند کوي او د نورو علاقو خلک بيرته خپلو سیمو ته ستانه کړی شوي دي.