ازبکستان ویلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د کوربتوب لپاره چمتوالی لري

Afghanistan Uzbekistan Taliban

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیرعبدالعزیز کاملوف سره په ارګ کې ليدلي دي.

ارګ ويلي د ازبکستان دې دواړو جکپوړیو دولتي چارواکو له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال په سیاسي اقتصادي او په سیمه ییزو مسایلو کې یې د همکاریو په ترسره کولو ټینکار وکړ.

ارګ ترمخه ازبک پلاوي ولسمشر غني ته ویلي ازبکستان د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې پروسې څخه ملاتړ په ډاګه کړ او وي ویلي دي که طالبان له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي ازبکستان اماده دی چې د دې مذاکراتو کوربتوب وکړي.

په بيان کې ويل شوي ولسمشر غني له افغانستان سره د سیاسي اقتصاي او سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د ازبکستان له ژمنو او مثبت رول ترسره کولو څخه قدرداني وکړه او وې ویل چې سمرقند د دواړو هیوادونو ګډ فرهنګي میراث دی.

دا په داسې حال ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د افغان حکومت له مشرانو سره د افغاني مرکچي پلاوي او همداراز هغه اقدامات چې د سولې په تړاو په راتلوونکي کې اخیستل کیږي په تړاو یې بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې د اپریل په لسمه په قطر کې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد ،طالبانو او دولتی پلاوی چې په هغه کې به افغان سیاسي مشران هم شامل وي د سولې د مذاکراتو ناسته ترسره شي.

د افغانستان حکومت ویلي، په قطر کې د راتلوونکې غونډې په جوړیدو کې د ګډون لپاره بلنه ورته د یوه انسټیټیوټ لخوا ورکړل شوې خو لا یې په کې د ګډون پریکړه نه ده کړې.

دسولې د عالي شورا د الانشا مشر عمر داود وزي په دې وروستیو کې ویلي ؤ چې د قطر د ناستې له جوړیدو څخه مخکې په افغانستان کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي پایلې به یې اغیزمنې وي.

په دې وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد پخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون له یو شمیر سیاسي مشرانو سره یې د سولې په تړاو سلا او مشورې کړي دي.