ژورنالسټان وايي، په پاکستان کې ژورنالسټان او رسنۍ د تاريخ د سخت وخت نه تيريږي

په پاکستان کې ژورنالسټان او د دوي د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، د پاکستان په تاريخ کې د ژورنالسټانو او رسنيو (ميډيا) د ازادۍ تاريخ کله هم ډېر ښه نه دی پاتې او موجوده وخت ښايي د پاکستان د ژورنالسټانو او رسنيو دپاره تر ټولو سخت وخت دی.

په پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو دپاره مبارزه کوونکي تنظيم فريډم نېټ ورک مشراقبال خټک وايي، په پاکستان کې نه يواځې په پوځي بلکې په جمهوري حکومتونو کې دا مشکل نور هم زيات شي د دې په شا ډېر لاسونه او ۱۲ داسې څیزونه دي په ميډيا فشار اچوي په ازاده کار کولو ته يې نه پرېږدي.

نوموړی وايي دلته بيا ژورنالزم او رسنیو ته په يوه سيمه کې يو رنګ او په بله سيمه کې بل رنګ ستونزې جوړول کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اقبال خټک وويل دوي ګڼل چې په وروستيو څو کلونو کې د طالبانو کومه ويره وه هغه ختمه شوه خو اوس هم ژورنالسټان وژل کيږي او بنديوان کیږي.

په پاکستان کې ژورنالسټانو او رسنيو ته په ورپېښو ستونزو باندې اقبال خټک وي او ای ډیوه سره خبرې کړي دلته یې واورئ،

Your browser doesn’t support HTML5

اقبال خټک

په پېښور کې ژورنالسټه فرزانه علي وايي د پاکستان په دې موجوده د (تحریک انصاف ګوند) په حکومت کې د ميډيا سنسر شپ نور سېوا شوی دی او دلته د رياستي ادارو، حکومت، لاقانونه ډلو، سياسي او د مذهبي ډلو لخوا هم داسې حالات جوړ کړی شوي چې ژورنالسټانو د خپل ځان بچ کولو دپاره په ځان سنسرشپ لګولی دی.

هغه وايي په دې نوي حکومت کې پېمرا ډېره تنده شوې وخت په وخت لارښوونې کوي چې دا خبر ورکوئ دا مه ورکوئ، لکه د اسيه بي بي په مقدمه کې ويل شوي ؤ چې دا خبر لاندې ساتئ، په فېض اباد کې د تحريک لبېک په دهرنا او د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند خبرونه سنسر کیږي.

هغه وايي په جمهوريت کې رسنۍ ازادې وي خو داسې ښکاري چې په موجوده کې وخت کې ملک او جمهوريت جدا شوي دي او جمهوريت ښکېل کړی شوی دی.

د ژورنالسټانو او رسنيو د حال په اړوند د فرزانه علي د وي او ای ډيوه سره مرکه

Your browser doesn’t support HTML5

فرزانه علي

ژورنالسټ وسيم احمد شاه وايي د پاکستان په تاريخ کې ميډيا کله د داسې خطرناکو حالاتو څخه نه ده تېره شوې، وخت په وخت پوځي او سياسي حکومتونه پاتې شوي خو داسې وخت کله نه دی تېر شوی.

نوموړی وايي په موجوده وخت کې د سايبر کرایم په نوم قانون د ژورنالسټانو پرضد کارول کيږي او د پېمرا اداره د خپلې لارې د ميډيا ادارې قابو کوي، بندېزونه موجود دي.

هغه وايي ژورنالسټانو او ادارو ته د ځينو څيزونو د کورېج نه کولو ويل کيږي لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند يو اړخيزه کوريج کيږي د سرکار او ادارو خبرونه خو په دغه اړوند ورکول کيږي خو په ټيلي ويژن چېنلو او اخبارونو کې دوي ته بيخي ځای نه ورکړی کيږي.

هغه زياته کړه دا وخت دلته سنسرشپ زيات دی او رسنۍ د معاشي مشکلاتو سره مخ شوي دي

د وي او ای ډیوه سره د وسيم احمد شاه خبرې دلته واورئ،

Your browser doesn’t support HTML5

وسيم احمد شاه

د ژورنالزم د ازادۍ ورځ

په پاکستان کې رسنۍ او ژورنالسټان په داسې حال کې د مشکلاتو سره مخ دي چې نن په درېمه مې په ګرده نړۍ کې د ژورنالزم د ازادۍ ورځ نمانځل کيږي.

په پاکستان کې د ژورنالسټانو او رسنيو د ازادۍ په اړوند د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت د وزيراعظم عمران خان د اطلاعاتو مشيره فردوس عاشق اعوان وي او ای ته ويلي په پاکستان کې په ژورنالزم قدغن نشته خو د ملي امنيت په اړوند ماملاتو باندې ميډيا له زمه واره رول ترسره کول پکار دي.