فاټا په پښتونخوا ورګډه شوه خو د قبايل ټکي نه خلاصه نه شوه

د ملا نصرالدين د کوټ قيصه به مو اوريدلي وي،

وايي چې ملا نصرالدين خپل يو ملګري له کوټ ورکړی وو، دوي دواړه د يو چا مېلمانه شول، ملا د خپل ملګري پېژندګلو داسې وکړه،

"دا ګلاب دين دی او ده چې دا کوټ اغوستی دی دا زما دی"

په دې خبره د ګلاب دين طبيعت لږ درون شو، خو په خوله يې څه او نه وېل، چې د هلته نه رخصت شول نو ګلاب دين په لاره ملا ته اوېل،

" ياره عجيبه سړی يې ، کوټ دې څه راکړی چې هلته دې د ټولو کوربانو په وړاندې کچه کړم چې ما ستا کوټ اغوستی دی، ياره بيا داسې مه وايه چې دا کوټ ستا دی"

ملا ورته ووېل ياره خفه نه شې خيال مې نه وو چې ګنې ته به زما د کوټ په خبره داسې بد ګڼې،بيا به دغسې نه ويم،

بله ورځ دوي دواړه بيا په يو بل کلي کې مېلمانه شول، ملا نصرالدين بيا د خپل ملګري پېژندګلو داسې اوکړه،

"ګلاب دين به تاسو نه پېژنۍ، زما ډېر نزدې ملګری دی هر ځاېې ته راسره ځي، خو ده چې دا کوټ اغوستی، دا بيخي د ده خپل دی"

ګلاب دين چې وړاندې يې ملا په دې پوهه کړی هم وو چې داسې به نه وايې چې دغه کوټ زما دی، سخت خفه شو او چې کلي ته واپس تلل نو په لاره يې بيا ملا نصرالدين ته ډېر په قهر وېل،

" ملا بيا دې خفه کړم، ياره ما درته نه وو ويلي چې داسې به نه وې چې دغه کوټ زما دی"

ملا ورله ځواب ورکړو ګلاب دينه والله لکه چې په غوږونو درون يې ، ما خو داسې نه وو ويلي چې دغه کوټ زما دی ، ما خو ويلي وو چې دغه ستا خپل کوټ دی،

ګلاب دين ورته په غصه وېل، ملا تباه شې، د کوټ هډو بياخبره او نه کړې.

څو ورځې وروسته دوي دواړه يو وارې بيا د چا مېلمانه شول، ملا بيا د خپل ملګري پېژندګلو داسې وکړه،

" ګلاب دين زما ډېر نزدې ملګری دی، په هره ښه بده کې سره يو ځاېې يو، خو ده چې دا تور کوټ اغوستی دی، زه په دې هېڅ نه شم ويلی،

د ملا نصرالدين د کوټ دا قيصه راته د پښتونخوا سره د ورګډو شوو سيمو په نوم پورې را ياده شوه هرڅه که د دغې سيمې پښتانه د قبايل د ټکي نه د خلاصېدو په خيال په پښتونخوا صوبه کې ورګډ شول خو د قباېل د ټکي نه بيا هم خلاص نه شول،او لکه د ملا نصرالدين د کوټ ورپورې د قباېل ټکی په سرکاري کاغذونو کې هم انښلول کيږي.

د پښتنو ملت پاله مشران وايې پښتانه په شعوري ډول د ويشلو په خاطر په بېلا بېلو نومونو ياديږي، څوک ورته د لرپښتانه وايې څوک ورته د بر ، څوک د کوزې پښتونخوا پښتانه دي څوک د برې پښتونخوا اودغه نورو ته به يې د فاټا قباېل ويل.

پوهان وايې په پښتونخوا صوبه کې ورګډ شوي پښتنو ته د هغوي د مرضۍ په ضد بيا هم د قباېل ټکې کارول د پښتنو د وېشلو يوه شعوري هڅه ده.