سپین بولدک:پاکستان ته د اوښتو هڅه کې دداعش مهم کمانډر افغان ځواکونو نیولی دی

پاکستان سره په ګډه پوله دافغانستان دسویلي کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو دکندهار ولایت لپاره د داعش ډلې مهم قومندان ملاعبدالسلام نیولی دی.

دملاعبدالسلام په هکله ویل کیږي چې تعلق یې د کونړ ولایت سره دی خو فعلاً یې په کراچۍ کې استوګنه لرله اؤ دداعش لیکو ته د وسله والو د ننویستلو دنده یې پغاړه لرله.

دکندهار دامنیه قومندانی ویاند جمال عبدالناصرباریکزي د یکشنبې په ورځ امریکا غږ ډیوه ته وویل د داعش ډلې دجلب او جذب قومندان دکونړ ولایت اوسیدونکی دی او په دغه ولایت کې یې دافغان حکومت پرضد دسل کسیزې ډلې مشري پرغاړه درلوده.

باریکزي زیاته کړه نږدې ۱۵ ورځې وړاندې د داعش ډلې قومندان په کندهارکې خپلې ډلې ته د وسله والو د ورننویستلو فعالیتونه پیل کړي و خو دملي امنیت ځواکونو لخوا هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې په سپین بولدک ولسوالۍ پاکستان ته ولاړشي.

نوموړي وول"نیول شوی ملاعبدالسلام اصلي دکونړ ولایت اوسیدونکی دی خو فعالاً استوګنه یې دپاکستان په کراچۍ ښار کې وه خو اوس کندهار ته راغلی و او د اعش لیکو ته یې وسله وال ورننویستل. خو دی کراچی ښار ته تلو چې په سپین بولدک کې ونیول شو"

دامنیه قومندانی ویاند جمال عبدالناصرزیاته کړه افغان ځواکونو په دې وروستیوکې د کندهار ښار په مرکز او ځینو ولسواليو کې ۱۹ تنه طالبان چې دافغان حکومت پرضد یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول نیولي دي.

نوموړي وویل"نیول شویو کسانو په ترهګریزو فعالیتونو اوهدفی وژونو کې لاس درلود په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی اؤ یو شمیر وسلې هم ورسره نیول شوي دي"

دنیول شویو ۱۹ طالبانو او د داعش ډلې دقومندان دنیول کیدو په اړه تراوسه د دې ډلو اړوندو مسئولینو څه نه دي ویلي.

د ولسمشر غني د حکمراني پرمهال دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې د داعش ډلې یومهم مشر نیول شوی بلکې تردې وړاندې هم دافغان ځواکونو په عملیاتو کې د دې ډلې اړوند یو شمیر کسان هم نیول شوي دي