هرات:چاودنه کې پینځه تنه وژل شوي او د ولسوال په ګډون۲۱ ټپيان شوي

دافغانستان لویدیز هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې په موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د یوتن ماشوم په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.

دهرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل چاودنه نن سهار داوبې ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

فرهاد زیاته کړه په دې پیښه کې د اوبې ولسوالۍ ولسوال رحیم الدین سرور زوی او۳ تنه امنیتي سرتیري او ۱۶ تنه ولسي خلک تپیان شوي هم دي.

ویاند فرهاد وویل"د ولسوالۍ په بازار کې په موټرسایکل کې ځای پرځای شوی ماین چاودنه وکړه متاسفانه د اوبې ولسوال په ګډون ۲۱ تنه په کې ټپیان شول او ۵ نور وژل شوي دي"

دهرات ولایت د عامې روغتیا ريیس عبدالحکیم تمنا ډیوه ته ویلي دپیښې ټپیان له اوبې ولسوالۍ څخه دهرات مرکز ته د درملنې لپاره لیږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي تیره شپه دې ولایت غوریان او کروخ ولسوالیو کې افغان ځوکونو بریالي عملیات ترسره کړي دي.

دهرات دوالي ویاند جیلانی فرهاد وویل په دې عملیاتو کې دګلاران ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنظامي کمیسیون مشر صدام په ګډون یوشمیر وسله وال نیول شوي او اته تنه نور وسله وال وژل شوي دي.

فرهاد زیاته کړه"په کروخ ولسوالۍ کې دترسره شویو عملیاتو په پایله کې پینځه طالبان وژل شوي دي،دوه تنه چې په اردو ژبه خبرې کوي ژوندي نیول شوي دي او همداراز دګلران ولسوالي په عملیاتو کې دطالبانو دنظامي کمیسیون مشر صدام په ټپي حالت کې نیول شوی او درې ملګري یې وژل شوي دي"

دهرات امنیه قومندانی ویاند عبدالاحد ولي زاده له ډیوه سره په خبرو کې دطالبانو دنظامي کمیسیون دمشر دفعالیتونو په اړه وویل چې نوموړی په دې ولایت کې په ګن شمیر ترهګریزو فعالیتونو او دلسګونو امنیتي سرتیرو او سرحدي ځواکونو په هدفي وژنو کې لاس لري.

ولي زاده وویل"نیول شوی تن دطالبانو دمشهور قومندان دملاحیدر له مهمو کسانو څخه دی چې په کوهستان،غوریان او ګلران ولسواليو کې یې دافغان حکومت ضد ترهګریز فعالیتونه ترسره کول او دې نیول شي کس په تیرو کلونو کې له ۳۰ د زیاتو امنیتي سرتیرو او سرحدي پولیسو په وژنه کې لاس درلود"

وسله والو طالبانو تراوسه د هرات دځايي ادارې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.