کابل کې چاودنې لس کسان ژوبل کړي، ننګرهار کې نهه داعشیان وژل شوي

د افغانستان پلازمینې کابل ښار کې د حکومتي مامورینو په موټر چاودنه شوې چې له امله یې د امنیتي چاروکو په وینا ۱۰ تنه ټپیان شوي دي، بل لور ته په ننګرهار نهه داعشيان وژل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ډیوې ته وویل چې دا چاودنه د حج او اوقافو وزارت په مامورینو شوې ده.

نوموړي وویل (په لسو ټپیانو کې د یو تن روغتایيي حالت ښه نه دی،ټپیان ټول روغتونونو ته د درملنې لپاره لیږدل شوي او په ټپيانو کې ۲ تنه ښځې هم شاملې دي).

د پېښې مسئولیت ترزاوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

بل لور ته د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چاروکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت چپارهار ولسوالۍ اړوند په غزو او داودزي سیمو کې د داعش وسله والو پرضد عملیات ترسره کړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له امریکا غږ ډیوې ته وویل چې په دې عملیاتو کې چې تیره شپه ترسره شوي له امله د داعش ډلې اړوند ۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.

خوګیاڼي زیاته کړه،په وژل شویو کسانو کې د چپارهار ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نظامي مسئول او همداراز یو تن مهم قومندان شامل دي.

خوګیاڼي وویل (د چپرهار ولسوالۍ لپاره د داعش وسله والو نظامي مسئول ډاکټر بلال او مهم قومندان قاري نجیب چې په ابوبکر مشهور دی په ګدون ۹ داعش وسله وال وژل شوي دي او جسدونه دجګړې په سیمه کې پاتې دي).

د ننګرهار والي ویاند زیاته کړه په دې عملیاتو کې د داعش وسله والو د وسلو او پوځي تجهیزاتو یو مرکز چې په کې ۹ میله وسلې، چاودیدونکي توکي مخابرې او داعش ډلې یوشمیرمهم اسناد په کې شتون درلود له منځه وړل شوي دي.

د والي ویاند وویل په دې عملیاتو کې عامو ولسي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.

داعش ډلې تراوسه دننګرهار په چپرهارولسوالۍ کې د حکومت دعملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا عملیات په داسې حال ترسره شوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور پراخیدل د نړۍ او د سیمې یو شمیر هیوادونو اندیښنې را ولاړې کړي دي.

امریکا متحدو یالتونو ویلي چې په افغانستان کې داعش ډله د ځواکمن کیدو په طرف روانه ده او همداراز روسیې هم اندېښنه ښودلې چې د افغانستان شاملې برخو کې د دې ډلې فعالیتونه زیات شوي دي.