دتازه جګړو له امله وزیرستان نه نور کډوال افغانستان ته اوښتي دي

دافغانستان سویلي خوست ولایت د ګلانو کیمپ ته د ډیورنډ کرښې پورې غاړې دشمالي وزیرستان څخه تازه راغلو کډوالو ویلي عاجلو مرستو ته اړیتا لري.

دشمالی وزیرستان څخه د را کډه شویو کډوالو یو تن مشر عبدالانور امریکا غږ ډیوه ته نن د شنبې په ورځ وویل د وزیرستان ځايي خلک هغه مهال له خپلو سیمو ووتل چې په دې وروستیو کې پاکستان شمالی وزیرستان کې پوځي عملیات شروع کړل.

نوموړي وویل"دخوست ګلانو کیمپ،سپرې ولسوالۍ او یو شمیر نورو سیمو ته راغلي کډوال دشمالي وزیرستان د دته خیل تحصیل مربوط د مختلفو سیموخلک دي او۲۰ ورځې مخکې کله چې د فوج اپریشن پیل شو دجګړواو ناامنیو له امله د وزیرو د قوم له ۱۴۰۰ زیاتې کورنۍ دافغانستان خاورې ته را واوښتو"

د وزیرو کډوالو قومي مشر زیاته کړه اوس هم دخوست ګلانو کیمپ ته له وزیرستان څخه دکډوالو د راتګ لړۍ روانه ده.

ګلا داد چې د کورنی د۶ غړو سرپرستي پرغاړه لري او تازه یې دخوست ګلانو په پنډغالي کې دکډوالۍ ژوند تجربه کړی له ډیوه سره په خبرو کې وویل د سرپنا او د کور ضرورت وړوسایل او همداراز خوراکي توکو ته راکډه شوي کډوال ډیره اړتیا لري.

هغه وویل"دخیمو مرسته پیل شوې خو ټولو تازه راغلو کډوالو ته نه دي ورکړل شوي، زمونږ ماشومان له تعلیمه باید پاتې نه شي،دڅښلو دپاکو اوبو سهولت شته خو د کډوالو رش پرې زیات وي ،مونږسره دې هرقسم مرسته وشي"

دخوست ولایت دکډوالو دچارو رییس محمد هاشم حلیمي وايي خوست ته دشمالی وزیرستان څخه د تازه راغلو کډوالو دثبت چارې پیل شوي او په وینا یې د راجسټرد معلوماتو په بنسټ شمیر یې نږدې ۱۶ سوه کورنیو ته رسیږي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل امریکا غږ ډیوه ته ویلي په دې وروستیو کې له شمالي وزیرستان څخه تازه راستنو شوؤ کډوالو سره مرسته پیل شوې او د ویش لړی یې دوام لري.

نوموړي وویل" دخوست سپرې ولسوالۍ او دګلانو پنډغالي ته له شمالی ویرستان څخه تازه راغلو ۳۱۲ کورنیو سره دخیمو او خوراکي توکو مرسته شوې ده او دمرستو ویشلو لړۍ چې نن یې هم دوام درلود ترهغې به روانه وي ترڅو چې ۱۱۹۶ کورنۍ ور څخه برخمنې شي"

افغانستان ته له شمالي وزیرستان څخه د وزیرستاني کډوالو راتګ څه نوې خبره نه ده.

په ۲۰۱۴ م کال کې په وزیرستان کې وروسته له هغې چې دپاکستان پوځ ضرب عضب عملیات پیل کړل نږدې۴۰ زره وزیرستاني کډوال دافغانستان سویلي ولایتونو خوست،پکتیا اوپکتیکا ته راکډه شول چې دا مهال ترنیمايي زیات کډوال بیرته له ډیورندکرښې وراوښتي دي.