باجوړ: په دوه چاؤدنو کې د يو سرتيري په ګډون درې تنه ژوبل شوي

باجوړ روغتون

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلع باجوړ کې دوه بمي چاؤدنې شوي يو د اېف سي ځواک سرتېری او دوه ځايي سياسي غړي پکې ژوبل شوي دي.

د بمي چاؤدنو په تازه پېښو کې يوه په ماموند تحصيل او بله په ناوګۍ تحصيل کې شوې ده.

د باجوړ مرستیال کمشنر عثمان محسود وی او ای ډیوه سره په خبرو کې د دغو پېښو پخلی کړی او ويلی يې دي په اولنۍ چاؤدنه کې د اېف سي يو عسکر ژوبل شوی څوک چې د معمول په ګزمه بوخت ؤ.

د محسود په وېنا په دوېمه چاؤدنه کې يو ځايي مشر ګل داد خان او د هغه سره بل ملګری ژوبل شوي او د درملنې دپاره نزدې روغتون ته بوتلل شوي دي.

د نوموړي په وېنا د ژوبلو کسانو روغتيايي حالت ډېر خطرناک نه دي.

د عوامي نيشنل ګوند يو ځايي مشر ملک جهانزاده ويلي ګل داد خان څو کاله وړاندې په عوامي نيشنل ګوند کې شموليت کړی ؤ او نن د ګل په ورځ په خپل شخصي کار پسې په ګاډی کې روان ؤ چې د چاؤدنې ښکار شو.

جهانزاده وويل په سيمه کې پرله پسې د بدامنۍ پېښو په خلکو کې اندېښنې راپورته کړي او بايد چې حکومت د امنيت ټينګ ساتلو دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.