وزیرستاني کډوال:نړیواله ټولنه باید دپي‌ ټي ایم دبندي مشرانو خلاصون کې مرسته وکړي

دشمالي وزیرستان نه دافغانستان ختیزو ولایتونو ته کډوال شوؤ په سوؤنو وزیرستانیانو دنړیوالې ټولنې اؤ دبشري حقونو دسازمانونو څخه غوښتنه کړې چې پاکستان کې دپي ټي‌ ایم دبندي مشرانو اؤ فعالینو په خوشې کولو کې خپل رول ولوبوي.

دافغانستان خوست ولایت دګلانو په کیمپ کې دشمالی وزیرستان سلګونو کډوالو په یوې غونډه کې دخړکمر په پیښه کې پي ټي ایم سره درامنځته شوي تشدد غندنه وکړه.

دا جلسه چې دجمعې په ورځ ناوخته جوړه شوه پکتیکا،پکتیا اؤ خوست ولایتونو کې میشتو په سلګونو وزیرستاني کډوالو پکې برخه لرله.

دوی ویلي دپاکستان پوځ لخوا دپښتون ژغورنې غورځنګ سره وروستی زور زیاتی نه شي زغملی.

دپښتون ژغورنې دغورځنګ غړي خالد منصور د جلسې پرمهال وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې دنړیوالې ټولنې او دبشري حقونو له ټولو سازمانونو غوښتنه وکړه چې زندانونو ته دپښتون ژغورنې غورځنګ دلیږدول شویو کسانو په ازادولو کې بشري همکاري وکړي.

نوموړي وویل "زمونږه غټه مطالبه دا ده چې نړیوال دې د پي ټي غړو ته دانصاف په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي نیول شوي کسان دې ازاد شي او نړیوال دې یوځل بیا زمونږ د غوښتنې په تړاو جدي غبرګون وښایي او پرپاکستان دې فشار راوړي"

د کډوالو د جلسې یو بل برخه وال اسدالله وايي افغانستان ته دشمالی وزیرستان دکډوالو له راتګ څخه تراوسه پورې یو شمیرکډوال په بیلابیلو جرمونو دافغان حکومت لخوا نیول شوي دي.

نوموړی وايي افغان حکومت دې په جرمونو نیول شوي وزیرستاني کډوال په خپلو محکموکې محاکمه کړي او دپاکستان حکومت ته دې یې نه سپاري.

اسد الله وویل"په کومو لویو او کوچنیو جرمونو چې زمونږکډوال نیول شوي دي دافغانستان حکومت دې۵۰ کاله پرې تیرکړي خو هغوئ دې دپاکستان حکومت ته نه ورکوي"

هغه تور ولګولو چې په پاکستان کې دبندیانو حقوق ترپښولاندې کیږي اؤ وئ ویل "وهل ټکول زور زیاتی خو له پښتنو سره یوه عادي خبره ده چې دپاکستان ریاست دپښتون قوم سره یې په جیلونو کې ترسره کوي"

دامهال ډیورنډرکرښې ته نږدې دافغانستان په خاوره کې زرګونه وزیرستاني کډوال میشت دي.

دشمالي وزیرستان کډوالو د پي ټي ایم څخه په ملاتړ اوپه بیلابیلو جرمونو دنیول شويو کډوالو دپاکستان حکومت د نه سپارلوپه حق کې دا جلسه په داسې حال جوړه شوه چې دخړ کمرله پیښې وروسته دپي‌ټي‌ ایم دمشرانو علي وزیراو محسن داوړ په ګډون ترلسو زیات کسان دپاکستان حکومت جیلونوته اچولي دي.

دپاکستان حکومت د پي ټي ایم پرمخکښو غړو تور پورې کړی چې د خړ کمرسیمه کې ملاتړو کسانو یې دپوځ په چیک پوست وسله وال برید کړی.

خو دپښتون ژغورنې غورځنک د پاکستان دحکومت لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغورځنګ په ملاتړو دپاکستاني پوځیانولخوا ډزې وشوې چې له امله یې۱۳ کسان هغه مهال وژل شوي و.

دپاکستان حکومت هغه مهال په دې وسله واله نښته کې دپي تي ایم د دریو ملاتړو کسانو وژل کیدل منلي و.

دپښتون ژغورنې غورځنګ ویلي د دوی مبارزه دپښتنو د ټولو انساني حقونو دترلاسه کیدو لپاره ده او ترهغې به دوام ولري ترڅو چې ورته انصاف نه وي ترلاسه شوی.