دافغانستان اؤ پاکستان لوبډلې میدان ته کوزې شوې،افغانان څه هېلې لري؟

دکرکټ دنړیوال جام دسیالیو په لړ کې نن شنبه دافغانستان اؤ پاکستان لوبډلې میدان ته کوزې شوې دي اؤ له ټاس یا پچې ګټلو وروسته دافغان لوبډلې مشر ګلبدین نائب د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.

یوشمیرافغان ځوانان چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دنن ورځې سیالۍ پیل ته انتظار باسي وايي د دې لوبې کټل ورته خورا مهم دي.

دننګرهارولایت دبهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی ذبیح الله ناصر امریکا غږ ډیوه سره دخبرو پرمهال په نني لوبه کې دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د بریا هیله وکړه.

نوموړي وویل"کرکټ لوبه ده چې په افغانستان اوپاکستان کې به یې ځوانان لیدو ته ناست وي خو دلوبې ارزښت په دې کې دی چې کرکټ او هرډول لوبه بشرته دسولې ،امن ، ورورلۍ او یو بل دمنلو پیغام لري او د دواړو ګاونډيو هیوادونو له حکومتونو څخه غواړو چې د لراوبر ولسونو دنږدې کیدو لپاره دوستانه لوبې په پاکستان او افغانستان کې جوړې کړې"

دافغانستان دکرکت ملي ټیم غړی محب الله اوریا خیل ډیوه ته وویل د نن ورځې دلوبې بریا به دهغه ټیم په برخه وي چې ښه لوبه وکړي.

نوموړي وویل"ماته دا مهمه ده چې ښه دوستانه لوبه وشي په سوشل میډیا دلوبغاړو بې احترامي کول او یا هیوادونو ته سپکې سپورې کول دا ښه کار نه دی او لوبه هغه څوک ګټي چې ښه لوبه وکړي"

دبغلان ولایت اوسیدونکی عابد وايي کرکټ لوبه د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د فغانستان اوپاکستان دښه اړیکو د پیل نخښه ده.

نوموړی وايي خوښ به وي چې افغان لوبډله له خپلې سیالې لوبډلې څخه په ننۍ لوبه کې بریا خپله کړي خو که سیالي بائیلي دافغانستان دکرکټ مینه والو لپاره داندیښنې او خفګان خبره نه ده.

عابد وویل"نني لوبه یو زړه پورې ساعت تیری دی، دافرق نه کوي که پاکستان یې وګټی او که یې مونږ ګټو ځکه له همسایه سره زمونږ دمذهب او کلتور په لحاظ ډیرې ژورې اړیکې دي"

هغه وویل "که د افغانستان لوبډلې لوبه وګټله مونږ دافغانستان دکرکټ ټولو مینه والو اوکرکټ بورډ ته مبارکي وایو او که پاکستان وګټله زمونږ دګاونډي هیواد ملت د کرکټ مینه والو او لوبغاړو ته دې مبارک وي"

دکرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې تراوسه اووه لوبې کړې دي خویوه لوبه یې هم نه ده ګټلې اوننی لوبه یې اتمه ده چې له پاکستان سره یې ترسره کوي.

نړیوال جام ته د چمتوږالي لپاره افغانستان په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه