په پاکستان کې په پولیو ۳۷ واړه اخته ماشومانو ته واکسین نه وو شوی

واشنګټن: که څه هم د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ په ټوله نړۍ کې په بشپړه توګه له منځ تللې خو په افغانستان او پاکستان کې یې اوس هم زیاتې پېښې موندل کېږي.

په پاکستان کې د پولیو پرضد د واکسین ورکولو له پراخ کمپاین سره سره ددغه هېواد د روغتیا د وزارت چارواکي وايي، چې د پولیو د ناروغۍ پېښې ۳۷ ته رسېدلې دي.

په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د ناروغۍ په برخه کې د روغتیا د نړیوالې ادارې کوارډېنېټر ډاکټر سرفراز خان افریدي وي او اې ډیوې ته وویل:

"د پولیو اکثره پېښې په هغو سیمو کې رامنځ ته شوي چې ماشومانو ته پکې د بېلابېلو لاملونو له کبله د پولیو واکسین نه وو ورکړل شوی که هغه پخوا د نا امنیو له امله وه خو اوس پکې د ځینو کورنیو لخوا خپلو کوچنیانو ته واکسین نه ورکول وي."

نوموړي زیاته کړه د پولیو پرضد په سیمه کې غلط او ناسم تبلیغات کېږي د بېلګې په توګه خلک ډاروي چې له دې واکسین سره په نارینه وو کې د شنډ والي یا ماشوم نه کېدو ستونزه رامنځ ته کېږي خو داسې نه ده بلکه همدا واکسینونه دي چې ماشومان د ډول ډول ناروغیو څخه ژغوري.

هغه دا هم وویل، په ځینو سیمو کې ځایي خلک د پولیو د واکیسن پرېښودلو په بدله کې له حکومت څخه خپلې نورې غوښتنې لري د بیلګې په توګه ورڅخه سړک او برېښنا ( بیجلۍ) غواړي چې ډاکټر افریدي وايي، دا ډېرې ناسمې غوښتنې ځکه دي چې د دوی د ماشومانو روغتیا تر بلې هرې غوښتنې ارزښتناکه ده.

په پاکستان کې د پولیو له ۳۷ کیسونو څخه درې په پنجاب، درې په سېند او پاتې نور په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې دي.

د خیبر پښتونخوا کې د پولیو له دغو پېښو څخه شپږ پېښې یې یواځې په شمالي وزیرستان، یوه یوه په باجوړ او خیبر کې ده او پاتې نورې یې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي دي.

د افغانستان په مرکز او جنوب کې د پولیو په برخه کې د روغتیا د وزارت چارواکي ډاکټر عبدالقیوم پخلا وي او اې ډیوې ته وویل، چې دا مهال په افغانستان کې د پولیو لس پېښې یواځې په هغو ولایتونو کې موندل شوي دي کوم چې د ډیورنډ له کرښې سره پراته دي.

"د پولیو له لسو پېښو څخه دوه په کندهار، څلور په ارزګان، درې په هلمند او یوه په کونړ کې موندل شوې ده."

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د پولیو د کمپاین سره سره اوس هم په افغانستان کې د پولیو پېښې موندل کېږي وویل، اوس هم په افغانستان کې د ناامنیو او جګړو له امله د پولیو واکسین په ګڼو سیمو کې نه ورکول کېږي.

ده وړاندې وویل، څو څو ځله یې د افغانستان د حکومت وسلوالو مخالفینو ته دا پیغام استولی چې د پولیو د واکسین په وړاندې دې خنډونه نه جوړوي ځکه دا مسله یواځې د ماشومانو د روغتیا لپاره پر مخ وړل کېږي.

روغتیا پوهان وايي، د پولیو وایرس هغه خطرناک وایرس دی چې که انسان پرې اخته شي نو انسان شل یا فلج کولای شي او که د انسان دماغ ته ځان ورسوي نو د مرګ سبب هم ګرځي.

ددې ناروغۍ درملنه ناشونې ده نو ځکه د مخنیوي لپاره یې یواځينۍ لاره د پولیو د واکسین ورکول دي.