د مار چیچل څومره خطرناک دي؟

په هندوستان کې یو مار نیونکی د نندارې په حال کې

واشنګټن: هره ورځ په نړۍ کې ۷۴۰۰ کسان مارانو چیچلي چې لږ تر لږه ۳۷۸ کسان ترې مړه شوي دي. د مړو دا شمېره يوې مسافر وړنكې الوتكې سره پرتله كېدى شي، په دې معنی چې هره ورځ يوه الوتكه راغورځيږي او ټوله سورلۍ یې مړه کېږي.

په داسې حال کې چې د الوتکې د غورځېدو په خبره په ټولو رسنیو پرلپسې خبرونه او خپرونې کېږي خو د مارانو د چیچلو په اړه لا څومره چې ورته اړتیا ده، هومره د عامه پوهاوي پروګرامونه نشته.

په نړۍ کې کابو ۳۰۰۰ ډوله ماران دي چې ۵۰۰ ډولونه یې زهر لرونکي ماران دي. د دې ډلې نه بيا ۲۰۰ ماران د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخوى شي.

د خطرناکو مارانو نښې نښانې:

سره له دې چې ځينې نښې نښانې شته چې سړى د يو زهرجن مار او د بې زهره مار ترمينځ پرې توپير كوى شي، خو دا نښې نښانې سل په سلو كې سمون نه خوري. دا په دې مانا چې د يو بې زهره مار ظاهري نښې نښانې په زهرجنو مارونو كې هم ليدل كيږي او برعكس هم. نو په دې ډول سړى بايد د يو مار تش په ظاهري شكل باندې ونه غوليږي.

د خطرناکو مارانو غټې نښې نښانې په لاندې توګه دي.

لومړی: د سر او خولې شكل. که د مار سر مثلثي (درې کنجه) بڼه ولري نو زهري دی او که ګرد سر او ګرده خوله (لكه د يوې كاشوغې شكل) ولري، نو بې زهره دی.

دوهم: که د مار په سترګو کې ګردې نه بلكې د يو درز په شان اوږدې وي چې دا درز عمودي (مخ په اسمان) وي، نو دا شان مار زهرجن مار دى. خو که سترګې يې ګردې وي، هغه مار بې زهره دى. دلته بيا هم استثناوې شته. د بېلګې په توګه كپچه مار (کوبرا) چې يو ډېر خطرناك مار دى، سترګې يې ګردې دي.

کفچه یا کوبرا مار

دریم: که د مار له سترګو نه پوزې خواته يوه کرښه راکاږل شي، او د پوزې په لاندينۍ برخه كې يو كوتى يا يو ژور ځاى وليدل شي، دا مار زهري دی. دا ژور ځاى د تودوخۍ د معلومولو يو (Sensor) دى. د دې ژور ځاى په مرسته يو مار ملومولى شي چې ورته كوم ژوندى ژوى لكه موږك، چرچڼه، چنګښه او داسې نور تاوده ژوي ورنږدې شوى او كه نه.

څلورم: که مار په اوبو کې ښه لامبو وکولای شي او ټول ځان يې د اوبو په سر وي، فقط لكه چې مار د اوبو په سر روان وي نو دا مار زهري دی او که سر یې له اوبو راویستی وی او نور ټول ځان يې په اوبو کې ډوب وي، نو غیر زهري.

پنځم: که د مار په لکۍ کې شړنګانی وي او د خطر په وخت له هغې نه غږ پورته شي، نو دا مار يو مشهور خطرناک مار دی چې په جرمي ژبه كې ورته (Klapperschlange) او په انګليسي كې (rattlesnake) وايي.

شپږم: که د مار لخوا د انسان د بدن په چیچل شوي پوستكي کې د یوې ستنې يا د مېخ په شان د دوه واړه داغونه وي چې له يو بل نه دوه سانتي متره ليرې وي، نو دا مار زهري دی. دا داغونه كه څو ساعته وروسته ونه پړسيږي او سره نشي، نو دې زهري مار پخپلو زهري غاښونو باندې تش ډارل كړيدي او خپل زهر يې د انسان په بدن کې ندي وردننه كړي.

اووم: كه د مار په ځان څو څو پټۍ وليدل شي چې دا پټۍ له سر نه تر لكۍ پورې سمې او اوږدې وي، يعنې دا پټۍ غوڅې غوڅې نه وي،.نو دا مار زهر نلري. او كه پټۍ يې غوڅې غوڅې وي. نو دا مار زهرجن مار وي. بل دا چې بې زهره ماران زياتره وخت يو رنګ لري، خو زهرجن ماران مختلف رنګونه او پوستكى يې مختلف شكلونه لري.

د مارانو زهر:

د مارانو زهر نه یواځې د نړۍ په بازارونو کې ډېره لوړه بیه لري او د نیمې کیلو بیه یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي بلکه خپله د مار لپاره هم تر ټولو با ارزښته وسله او وسیله ګڼل کېږي.

کله چې مار له خپل ښکار لکه مږک، چرچنې او داسې نورو سره مخ شي، نو لومړی ورته د زهرو یو ټک ورکړي او په دې زهرو سره هغه داسې پوست او خوړين شي چې د مار لپاره یې بیا له پوستکي او بڼکو سره خوړول او هضمول اسانه وي.

نو مار هېڅکله خپله دغه د کار وسله بې ځایه نه کاروي. بلکه یواځې د وېرېدو پر وخت د خپل ځان د دفاع لپاره په انسان برید کوي او که د مار لپاره د ځان وېره نه وي نو مار به هېڅکله په انسان باندې یرغل و نه کړي ځکه د مارک خوراک انسان نه دی.

د مار چیچلو نښې نښانې:

ماران ډول ډول زهر لري. د بېلګې په توګه د ځینو مارانو زهر په اعصابو برید کوي، د ځینو په زړه او د ځینو په عضلاتو نو له همدې امله یې جلا جلا نښې نښانې هم دي.

که د مار زهر د انسان په اعصابو باندې اغیز وکړي نو له امله یې د انسان سږي فلجيږي او انسان د ساه اخېستلو توان له لاسه ورکوي.

د ځينو مارانو په چيچلو باندې د انسان وينه دومره نرۍ کېږي چې د مار چیچلي له پوزې، خولې، سترګو، تشو او ډکو میتازو او حتی له پښتورګو وینه راځي.

د ځينو مارانو زهر نېغ په نېغه د انسان په زړه اغېز كوي او د انسان زړه له فعاليته غورځيږي، چې په پپايله كې يې د انسان زړه ودريږي.

که د مار زهر په عضلاتو برید وکړي نو عضلات ډېر خوړين كيږي. سړى داسې فكر كوي، چې دا عضلات مېده مېده شول. له دې عضلاتو نه د مایو ګلوبین (Myoglobin) په نامه یوه ماده ازادېږي کومه چې اصلآ د اکسیجن د انتقال دنده لري. خو د دومره ډېر (Myoglobin) د خوشې كېدو په وجه د انسان بډوډي يا پښتورګي له کاره وليږي.

د زهري مار له چیچلو څخه وروسته په لومړیو پنځو دقیقو کې د چیچلو ځای پړسېږي. له ۳۰ تر ۶۰ دقیقو کې خوله او شونډې ، مخ او د سر پوستكى مېږی مېږی او بې حسه کېږي.

یو ساعت وروسته د انسان په بدن باندې خوله راځي، کانګې کوي، د انسان سر ورسره ګرځي او د کمزورتیا احساس کوي.

له چیچلو دوه ساعته وروسته هغه چيچل شوى ځاى له حده ډېر پړسيږي، چې دا غړى د ډېر پړسوب په وجه په بې ساري ډول درد كوي.

له شپږو نه تر دولس ساعته وروسته پورې نو د انسان ساه راښكل بې حده ګران شي، له ډېرو غړو نه د وينې بهېدو نښې رابرسېره شي، انسان كانګې كوي چې كانګې يې له وينې نه ډكې وي.

له مار چیچلي سره باید څه ډول مرسته وشي؟

كه چېرته مارانو سل كسان وچيچل ، نو سم نيمايي برخه يې، يعنې پنځوس سلنه به روغ رمټ پاتې شي. دا ځكه چې ماران په سلو كې پنځوس ځلي له خپلو زهرو نه كار اخلي.

د دې خبرې مانا دا نه ده چې په مار چیچل شوی کس باید د خپل روغتیايي حالت تر خرابېدو پورې شېبې وشماري او هرکله یې چې حالت سم خراب شي نو بیا روغتون ته ولاړ شي.

له جرمني څخه ډاکټر اکرم ملکزي چې په عمومي طب برخه کې یې څو لسیزې کار کړی، وي او اې ډېوې ته وویل:

"که غواړي مار چیچلی وژغورئ نو هرو مرو او ژر تر ژره یې یو روغتون ته ورسوئ ځکه که پر وخت و نه رسول شي نو ناشونې نه ده چې چیچل شوی کس په څو ساعتونو کې خپل ژند له لاسه ورکړي. "

دی وايي، د هر مار زهر د انسان په بدن باندې بېل بېل اغیز لري او له همدې امله درملنه یې هم یو ډول نه ده. د هر مار د زهرو په ضد ځانګړى درمل شته چې په طبي ژبه كې ورته (Antivenin) وايي.

له مار چیچلي سره له روغتون نه مخکې لومړنۍ مرسته؟

ډاکتر اکرم ملکزی وايي، له مار چیچلي انسان سره به لویه مرسته دا وي چې هغه ګرځېدو او خوځېدو ته پرې نه ښودل شي ځکه څومره چې مار چیچلی وخوځېږي نو هغومره یې زهر ژر زړه ته رسېږي او څومره ژر چې د مار زهر زړه ته ورسېږي، نو هغومره ژر انسان مړ کېږي.

دوی وايي، دا غلط كار دى چې چيچل شوى ځاى يا د دغه ځاى مخ پر زړه برخه كلكه وتړل شي. د چيچل شوي ځاى د تړلو ملومات په پخوانو طبي كتابو كې ليكل شوېدى، خو اوس دا مالومات زاړه شوېدى او نوي طب دا معلومات غلط ثابت كړى دى.

يوازينى حالت چې د يو غړي د تړلو خبره پكې منل كېدى شي، هغه د (neurotoxic) د زهرو حالت دى. په دغه حالت كې بايد هڅه وشي چې د بدن د يو چيچل شوي مخ په زړه برخه داسې وتړل شي چې د زړه پاكه وينه د شريانونو(Artery) له لارې دې غړي ته ورسيږي، خو د دې غړي ناپاكه او په تېره بيا له زهرو نه ډكه وينه د ورديونو (vein) له لارې زړه ته ونه رسيږي. د دې موخې لپاره له ټولو نه ګټوره لاره دا ده چې يوه د وينې د فشار آله چې د (systolic) او (diastolic) ترمينځ وتړل شي.

ډاکتر ملکزی زیاتوي، یو شمېر خلک د مار د چیچلو ځای په چاړه یا پاکي پرې کوي او بیا یې ځبيښي او يا كوښښ كوي چې زهر په خوله راكاږي. دا بالكل يو ناسم کار دی. لومړى دا چې د انسان بدن ته ورغلي زهر په خوله باندې نه راوېستل كېږي. بل دا چې كه د يو چا خولې ته دا زهر په ريښتيا ورشي، نو دا زهر به ډېر ژر په همدې انسان اغېز وكړي. كېدى شي چې دا زهر د دې سړي د خولې له لارې ژر مغزوته يې ورسيږي.

ښاغلي ملکزي وړاندې وویل، ځینې خلک د مار په چیچل شوي ځای کې یخ یا کنګل ږدي تر څو یې درد او پړسوب کم شي خو دا هم د ګټې پرځای تاوان رسوي. همدا شان د چيچل شوي ځاى تودول هم څه ګټه نلري، خو تاوان لري.

امریکا ته په قاچاقي توګه د چپسو په قطۍ کې د کفچه یا کوبرا مار لېږل شوی وو چې بیا د پولیسو لخوا ونیول شو

د مارانو په اړه نور په زړه پورې معلومات

ماران که څه هم بهرني غوږونه نه لري، خو دننني غوږونه يا (Cochlea) لري چې په مرسته يې د خپل شاوخوا غږيز او نور اهتزازات احساسولى شي.

له بلې خوا زهرجن ماران د پوزې لاندې يوه تودوخه مالوموونكې آله يا (Sensor) لري چې په واسطه يې کولای شي د چاپیریال د تودوخې درجه مالومه کړي. نو په دې ډول مار كولى شي چې د انسانانو او نورو حېواناتو څرک پرې ولګوي ځکه په ژوندي حیواناتو کې توده وينه چلېږي.

دغه ډول ماران کولای شي د اهتزازاتو (لکه په اوبو کې چې د کاڼي د وېشتلو نه وروسته په اوبو کې څپې جوړېږي) له لیارې په دې پوه شي چې څوک او څه شي ورسره نږدې په خوځېدو دی او دا حس یې دومره ځواکمن دی چې که مار د غونډۍ یوې غاړې ته وي نو د غونډې په بله غاړه که څوک ګرځي نو مارهم پرې پوهېږي.

له همدې امله روغتیا پوهان په دې اند دي چې د دغه حس د لرلو له امله حیوانات تل دا وړتیا لري، چې د طبعي پېښو لکه زلزلې له راتګ څخه دمخه پر وخت خبر او پوه شي او یو خوندي ځای ته کډه شي.

د دې خبرې د ثبوت لپاره ساینس پوهان د اندونیزیا په جاوا ټاپو باندې د څو کاله وړاندې د سونامي له راتګ څخه یادونه کوي چې له امله یې اکثره ازاد ګرځېدونكو حيواناتو د سونامي د راتګ نه څو دقيقې دمخه ځانونه د غرو لمنو او يا جګو غونډېو ته رسولي وو.