د خیبر پښتونخوا د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په قبایلي ضلعو کې ۴۰ فیصده ماشومان په ښونځیو (سکولونو) کې غیر حاضر دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې د تعلیم محکمې (پوهنې وزارت) لخوا د څارنې یوې خپلواکې ډلې د لومړي ځل لپاره د اوو قبایلي ضلعو او شپږو فرانټیر ریجنز سکلونو ارزونه کړې او وايي چې په دغو ښونځیو کې ۴۰ فیصده زده کونکي غیر حاضر وو.
د یادې ادارې لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې په اوو قبایلي ضلعو او شپږو اف ار سیمو کې یې د ۹۸ فیصدو ښونځیو ارزونه کړې او یواځې دوه فیصده ښونځي د امنیتي ستونزو له امله نه دي کتل شوي.
په راپور کې راغلي دي چې، د قبایلي ضلعو په سرکاري (دولتي) ښونځیو کې له څه باندې پنځوسو لکو زده کونکو څخه څه باندې ۱۹ لکه زده کونکي غیر حاضر وو.
راپور وايي، په اف ار کې د غیر حاضرو زده کونکو شمېر ۷۰ فیصدو ته رسېدله، په اف ار بنو او ټانک کې دا فیصدي شپیته او یو کم شپیته وه، په جنوبي وزیرستان کې ۵۷ او په شمالي وزیرستان کې ۵۲ فیصده وه.
خبر زیاتوي، په خیبر کې دا فیصدي ۴۵، په مومند کې ۳۸، اورکزیو کې ۲۷ او په باجوړ کې ۲۴ فیصده ده.
د پوهنې وزارت لخوا ددغې خپلواکې څېړنیزې ډلې په راپور کې دا هم راغلي دي، چې په دغو ښونځیو کې د ښونکو د حاضري فیصدې ۸۲ فیصدو ته رسېدله.
په راپور کې دا هم راغلي، چې په ۵۵ ښونځیو کې بجلي (برېښنا) نه وه، په ۴۹ نورو کې بیا د څښلو اوبه نه وې، په ۳۰ فیصدو کې لېټرین (تشناب) نه وو او له ۱۸ ښونځیو څخه دیوالونه هم نه دي تاو شوي.
د قبایلي ضلعو او خیبر پښتونخوا له اف ار سیمو څخه د ښونځیو د غیر حاضرو زده کونکو او نورو ستونزو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې تر دې مخکې په یو بل راپور کې ویل شوي وو چې په ټول پاکستان کې ۲۲.۷ میلیونه ماشومان له ښونځیو محروم دي.