دافغانستان امن دکشمیر په بدل،د شهباز شریف بیان سخت غبرګونونه راپارولي

دپاکستان په پارلیمان کې د مخالفو سياسي ګوندونو د مشر شهباز شريف لخوا د افغانستان امن د هند د واک لاندې کشمير کې د امن سره د تړلو بيان سخت غبرګون راپارولي دي‌ او وتلي سياست مدار افراسياب خټک ويلي دا بيان به په افغانستان کې پاکستان مخالفه سوچ ته نوره وده هم ورکړي.

دنهې په ورځ د پاکستان په قامي اسمبلې کې د هند د واک لاندې کشمير په اړه خپل بيان کې د مخالفو ډلو مشر ويلي شهباز شریف ویلي وؤ “ دا څنګه تړون دی چې مونږ په افغانستان کې د امن سټيج جوړو خو بلخوا په کشمير کې د وينو سره لوبې کيږي “

پپه دې بيان په پاکستان کې په ټولنيز رسينو پښتنو ملت پاله مشرانو او فعالينو سخت عکس العمل ښودلی

ليکوال او څيړنکار ډاکټر خادم حسين په ټويټر ليکي د شهباز شريف لخوا بيان کې د افغانستان امن د کشمير سره تړل غير منطقي او غير ضروري دې . افغانستان دې ولې د پاکستان او هند ترمينځ دقربانۍ ګډوری جوړ شي.

دغه شان پخوانی سینیټر افراسياب خټک په يو ټويټ کې وايي د پاکستان د پنجاب د ليډر دا بيان به په افغانانو کې پاکستان مخالفه سوچ لا نور سيوا کړي او په پاکستان کې به هم جنګ ځپلي پښتانه د رياست نه نور لرې باسي .

د پښتنون ژغورنې غورځنګ وتلي مشر ډاکټر سيد عالم وزير وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي شهباز شریف دا بیان د افغانستان په هکله د پاکستان د رياست او سياسي اشرافيې اصل سوچ ښايي .

هغه وویل باید چې د افغانستان دولت ددې بيان نوټس واخلي او د پاکستان په اسمبلۍ کې ناستو پښتنو مشرانو له هم پکار وو چې د شهباز شريف په بيان یې غبرګون ښودلی اؤ هغه یې د داسې خبرو نه منعې کړی ؤ.

پاکستان د يوې مودې راهسې دريځ لري چې د پاکستان امن د افغانستان د امن سره تړلی دی او پاکستان دغلته په اخلاص د امن د ټينگښت دپاره هڅې کوي .

د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د عمرانياتواو نړيوال چارو د څانګې پروفيسر ډيوه ته واي دا يو خطرناک بيان دی.

هغه مخکې وايي دا بيان د افغانستان په اړه د پاکستان د بيلا بيلو تصوراتو عکاسي کوي . يو دا چې په افغانستان کې ناست هند د پاکستان پرضد سازشونه کوي . بل دا چې پاکستان افغانستان خپل يو سټراټيژیک انګڼ ګڼي اؤ و دريم تصور دا دی چې افغانستان دې د پاکستان په خوښه د هند سره تعلق وساتي .

افغان دولت تر اوسه په رسمي ډول د شهباز شریف په دې بیان خپل غبرګون نه دی ښودلی خو په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر افغانانو د ښاغلي شریف دا بیان غندلی اؤ تور یې لګولی چې پاکستان دکشمیر بدل د کابل نه اخستل غواړي اؤ په دغه خاوره یو ځل بیا د اورلمبې بلول غواړي