بشر یار هغه افغاني ماشومان نړۍ ته ښایي چې موبائیل نه پیژني خو ټوپک سره ښه بلد دي

له افغانستان څخه دماشومانو دسولې نړیوالې جایزې ته د سولې ولسي حرکت غړی ۱۷ کلن محمد طاهربشریار هم کاندید شوی اؤ هغه وایي دافغانستان دماشومانو رېښتونی انځور به ټولې نړۍ ته رسوي اؤ دهغوئ پام به دافغاني ماشومانو حالت ته راګرځوي.

بشریار امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل د تیرو ۱۸ میاشتو راهسې چې د سولې ولسي حرکت سره یوځای شوی دافغانستان د۲۳ ولایتونو ۷۲ ولسوالیو ته یې نزدې ۸۰۰ کلیو میټره پیاده مزلونه کړي اؤ دافغان ماشومانو وضعیت یې له نزدې لیدلی دی.

نوموړی وايي دافغانستان په هاغو سیمو چې جګړې پکې روانې دي، افغان ماشومان نه یوازې له زدکړو بې برخې دي بلکې د ژوند لومړنی اسانتیاوې هم نه پيژني او دجګړې په روحیه لوئ شوي او یوازې ټوپک پیژني.

هغه دسولې دپاره دخپلو پیاده سفرونو یوه خاطره په دې ټکو بیانوي"موسی کلاته په لار روان وم دباباجي سیمه کې ماشومانو ته مې وویل چې راشئ عکس واخلو،موبایل مې را واخست، هغوی وویل چې دا څه شی دی؟ ښوونځی خو یې لا هیڅ نه پيژنده ،وسلې او ټوپک سره ښه اشنا وؤ او له جګړې او چاودنو څخه یې هیڅ ویره نه درلوده"

محمد طاهر بشریار وايي دماشومانود سولې نوبل جایزې د سیالۍ پرمهال به افغانستان کې چې ماشومان له کومو ستونزو سره مخامخ دي په اړه به یې ریښتنی انځور ترنړیوالو ورسوي.

نوموړی وايي"لومړی غوښتنه به مو سوله وي که سوله نه وي افغان ماشومان له دې ناوړه حالت څخه نه شي را وتلی او دویمه غوښتنه به مو ماشومانو ته دتعلیم دزمینې برابریدو په اړه وي ځکه که کوچنیان دعلم په ګاڼه سمبال نه شي بیا به هم جګړې دوام ولري"

دماشومانو دسولې نوبل جایزې سیالۍ چې ټاکل شوې د روانې میاشتې (سپتمبر) په ۳۰مه ترسره شي دافغانستان په ګډون ورته د نړۍ د۵۷ؤ هیوادونو ۱۳۶ تنه هلکان او نجونې کاندیدان دي او له دوی څخه به یوتن ته دنړۍ دا مشهوره جایزه ورکول کیږي.