کابل کې جناح روغتون: دروازه يې د ناروغانو دپاره۲۴ ساعته خلاصه وي

په کابل کې جناح روغتون

د افغانستان پلازمینې کابل ښار کې د محمد علي جنان روغتون چې په روان کال کې يې د جوړېدو چارې بشپړې کړی شوي او فعاله کړی شوی، هره ورځ پکې شاوخوا د ۳۰۰ ناروغانو درملنه کیږي.

د محمد علي جنان روغتون ډاکټران وايي،په دې روغتون کې عمومي اپریشن په ځانګړې توګه اورتوپیډي(هډوکو)،اعصابو او د جدي مراقبت څانګې فعالې دي او روغتیايي خدمات یې ۲۴ساعته د کابل د ښاریانو په ګډون دافغانستان د ټولو خلکو په خدمت کې دي.

دروغتیا د برخې افغان چارواکي وايي د پاکستان حکومت د جناع روغتون په جوړلو شاوخوا ۲۴ میلیونه ډالره لګولي او د روغتون د طبي وسایلومرسته هم دګاونډې هېواد لخوا شوې ده.

وروسته له هغې چې د جوړیدو چارې يې بشپړې شوې د جناح روغتون واګې دافغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.

د محمد علي جناح روغتون د عملیاتو د برخې چارواکي ډاکېرجاوید اکبري ډیوه ته ويلي دامهال په دې روغتون کې د عمومي جدي مراقبت،اعصابو، هډوکو،او د زخمونو د عملیاتود درملنې برخې فعاله دي.

نوموړی وایي نزدې ۲۰۰ مسلکي او خدماتي کارمندان لري او۲۴ ساعته د جناح روغتون دروازه دافغانستان د ناروغانو د درملنې دپاره خلا صه ده.

اکبري وویل مونږ اوس د محمد علي جناح روغتون کې څلور يونټه (څانګې) فعاله لرو جنرال سرجري، یورو سرجري، اورتوپیډیک سرجري او جنرال ای سو لرو خدمات وړیا دي او هیڅ قسم پولي مسایل مطرح نه دي او روغتیایي خدمات په وړیا توګه مریضانوته وړاندې کیږي.

د پکتیا ولایت اوسیدونکی حاجي کریم چې خپله میرمنه یې د درملنې لپاره دجناح روغتون ته راوستې له ډیوې سره په په خبرو کې له شوې درمنلې خوښي څرګنده کړه.

هغه وویل میرمن مې ناروغه ده اود پښتورګي کې يې کاڼی دی ډیره ښه ليبارټري لري ټول ټیستونه یې وشول او له شفاخانې ډیر خوشحاله یو چې هیڅ مصرف مو ونه شو او د جناح شفاخانې او کار کوونکو نه یې ډیر خوښ یو.

د محمد علي جناح دروغتون د نرسینګ مدیر خلیل مشال ډيوې ته وویل په دې روغتون کې ټول روغتیايي خدمات او په ځانګړې ډول دنرسینګ څانګه یې په نړیوالو معیارونو برابر ده او هڅه کوي چې د نورو روغتیايي خدماتو په ګډون د نرسینګ څانګه نوره هم پیاوړې شي.

مشال وویل زمونږ هسپتال چې په ۳۱ د حمل افتتاح وشوه له هغه وخت راهیسې مونږ هغه خدمات چې د کابل په نورو مرکزوي هسپتالونو کې وړاندې کیږي مونږ یې هم وړاندې کوو زمونږ ټولې برخې او په خاصه توګه د نرسینګ برخه ډیره فعاله ده او ټول نرسان لوړې زده کړې اود مسلک کافي کاري تجربې هم لري او هڅه کوو چې د لانور معیاري خدماتو دوړاندې کولو لپاره دا څانګه نوره هم په مسلکي لحاظ پیاوړې شي.

خلیل خان مشال زیاته کړه سره له دې چې د جناح په روغتون کې د ناروغانو شمېر زیات وي او۷۰ تنه نارینه او ښځینه نرسانې په ګروپي شکل افغان وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي خو په وینا یې بیاهم له دې انساني خدماتو ستړي نه وي.

په کابل کې د محمد علي جناح روغتون چې د روان ۲۰۱۹ کال داپریل په میاشت کې يې عمليات پېل کړه شاوخوا۶۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده .

د روغتون ډاکټران وايي که په دې روغتون کې د درملنې نورې برخې هم فعالې شي دا به د هېواد په کچه د ګاونډي هېواد په مالي مرسته یوازنی جوړشوی تيار روغتون وي او د خدماتو ګټه به یې د افغانستان د ۳۴ ولایتونواوسیدونکوته رسیدلی شي.