په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ټاکنیزې مبارزې نن شپه دولس بجې پای ته رسیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ولسمشرۍ انتخابات په ټاکلي وخت د راتلوونکي شنبې یا خالي په ورځ ترسره کیږي او په دې ورځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د انتخاباتو ترسره کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاینونه چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوي وو د انتخاباتو د قانون له مخې ټاکنیزې مبارزې باید انتخاباتو له ترسره کیدو۴۸ساعته وړاندې ودرول شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند مرزا محمد حق پرست امریکا غږ ډیوې ته وویل، د ټاکنیزو مبارزو او کمپاینونو نن وروستی ورځ ده او کمیسیون د راتلوونکې شنبې یا خالي په ورځ د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کولو لپاره ټولې تیارۍ بشپړې کړي دي.

هغه وویل:

"د افغانستان انتخاباتو د قانون له مخې هغه موده چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندانو د کمپاین لپاره ځانګړې شوې وه هغه نن شپه۱۲ بجې پای ته رسیږي او کمیسیون د دارالانشاه ریاست رهبرۍ ته بشپړ اطمینان ورکړی چې ټول تخنیکي چمتوالی نیول شوی دی او زمونږ امید دا دی چې په۶ د میزان (سپټمبر ۲۸) به ښه انتخابات ولرو."

د ټاکنوکمیسیون ویاند زیاته کړه د انتخاباتو په ورځ به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۳۷۳ د رایې ورکولو له مرکزونو څخه به ۴۹۴۲ مرکزونه او ۲۹ زره محلونه به د افغان وګړو پرمخ خلاص وي او ۴۳۱ نور مرکزونه به په هغو ولایتونو کې چې دامهال په کې نامني ده تړلي وي.

د تاکنو خپلواک کمیسیون ویاند حق پرست وايي، د تیرو ټاکنو په څیر به داځل د رایې ورکولو پرمهال په بایومټریک او نورو برخو کې تخنیکي ستونزې نه رامنځ ته کیږي او د ستونزو د هواریدو لپاره تر سل زرو زیات کارکوونکي د ټاکنو د کمیسیون لخوا روزل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات۱۸ تنه نوماندان لري او د ټاکل شوې نیټې وروسته زلمی رسول او شیدا محمدابدالي له خپلې نوماندۍ د اشرف غني به ګټه تیری شوي او حنیف اتمر بیا له اننتخابات سره بای کاټ اعلان کړی دی.

خو دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلونکو انتخاباتو کې د څو نوماندانو لپاره تیاری لري په اړه یې د دې کمیسیون ویاند مرزا محمد حق پرست ډیوې ته وايي، چې د ۱۸ نوماندانو عکسونه د رایې روکولو په پاڼو کې چاپ شوي دي.

هغه وویل:

"دا چې نوماندان په هغه مهم وخت کې چې کمیسیون اعلان کړی و د یو بل په ګټه تیرنه شول او په دې وروستیو کې تیریږي دا کوم تاثیر زمونږ په تیاریو نه لري یوازې د هغو نوماندانو رایې به مونږ ویپ سایټ ته نه پورته کو چې هغوی په مطبوعاتو کې یوبل کاندید ته تیرشوي وي دهغوی عکسونه چاپ او په رایې پاڼو کې د دوی دټولو عکسونه راغلي دي."

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د چمتوالۍ خبره د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کړې چې ټاکل شوې درې ورځې وروسته د شنبې په ورځ چې دسپتمبر۲۸ نیټې سره برابره ده په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخبات ترسره شي او شاوخوا ۹میلیونه د رایې ورکولو په شرایطو برابر افغانان به په کې ګډون وکړي.