افغان خارجه وزارت:اسلام اباد کې طالبانو سره په سوله نه بلکې دتښتول شوؤ استاذانو په خوشې کولو خبرې روانې دي

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي،دطالبانو کوم پلاوي چې پاکستان ته سفر کړی او دامهال له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی هدف یې دافغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو تښتول شویو استادانو خلاصیدل دي.

دافغان امریکايي پوهنتون چې دافغانستان په پلازمینې کابل کې موقعیت لري نزدې درې کاله مخکې ددې پوهنتون دوه تنه استادان د طالبانو لخوا تښتول شوي وو.

دافغان خارجه وزرات سیاسي مرستیال ادریس زمان پرون ناوخته خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل دپاکستان حکومت دافغان امریکايي پوهنتون دتښتول شویو استادانو دخلاصیدو لپاره منځګړیتوب کوي.

نوموړي ویلي کوم مذاکرات چې دامهال روان دي دافغانستان دسولې پروسې سره تعلق نه لري او یوازې هدف پکې د تښتول شویو استادانو خوشي کیدل دي او په وینا یې دا څرګندونې دافغان حکومت رسمي دریځ دی.

دخارجه وزارت سیاسي مرستیال ادریس خبریالانو ته په خبرو کې وویل دسولې خبرې هغه مهال ګټه ورکولی شي چې دافغان حکومت سره په همغږۍ او دافغان حکومت په موجودګۍ کې ترسره شي.

نوموړي یوشمیر هیوادونو ته دطالبانو دپلاوي دشویو سفرونو په اړه وویل د دې ډلې سفرونه بې ګټې دي خو د جرات ورکولو بغیر بله هیڅ پایله نه لري.

ادریس زمان له ترهګرۍ سره دمبارزې په تړاو دپاکستان لخوا په شویو هڅو نېوکې وکړې اؤ وئ ویل چې اسلام اباد دترهګرۍ په ضد عملي ګامونه نه دي اخستي.

افغان خارجه وزارت په داسې حال پاکستان ته د طالبانو دپلاوي دسفر هدف ددو امریکايي استادانو خوشي کیدل یاد کړي چې دهمدې وزارت ویاند صبغت الله احمدي دتیرې جمعې په ورځ د اسلام اباد لخوا دطالبانو دپلاوي له کوربتوب او دسولې دخبرو له پیلیدو څخه هرکلۍ کړی و.

خو دولسمشر ویاند صدیق صدیقي دافغان خارجه وزارت د ویاند دا څرګندونې ردکړې او ویلي یې وؤ چې دا دافغان حکومت له رسمي دریځ څخه استازبتوب نه کوي اوهغه یې داحمدي شخصي نظر ګڼلي و.

خو دخارجه وزارت ویاند صبغت الله احمدي دصدیق صدیقي دخبرو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې لیکلي و چې نظر یې شخصي نه دی بلکې دخارجه وزارت درسمي موقف نه یې څرګندونې کړي دي.

احمدي دتیرې جمعې په ورځ له یوې رسنۍ سره په خبرو کې تمه ښودلې وه چې پاکستان به دطالبانو پلاوی دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره د خبرو میز ته حاضرشي.

یاده دې وي چې دطالبانو ۱۲ کسیزه پلاوی چې دامهال په پاکستان کې دی درپوتونو له مخې دپاکستانیو چارواکو سره یې تراوسه ګڼې لیدنې هم کړي دي.