میرعلي احتجاج: "امنیتي او استخباراتي ادارې د ځان ساتنې لپاره جوړې دي که څنګه؟"

واشنګټن ـــ په شمالي وزیرستان کې د وروستیو هدفي بریدونو او ناامنۍ په ضد نن په میرعلي سیمه کې یوه لویه احتجاجي مظاهره شوې او کاروباري مرکزونه هم د احتجاج په توګه تړل شوي وو.

احتجاجي غونډې ته په وینا کې یوه دوکاندار نور اسلام داوړ وویل، دوکانونه او سړکونه یې احتجاجاً تړلي دي او غوښتنه کوي چې په سیمه کې د وروستیو هدفي بریدونو تر سره کوونکي دې ونیول شي:

"پخپلو پیسو پخپله خاوره کاروبار کوو خو محفوظ نه یو، تر هغه وخته به موږ احتجاج کوو چې تر څو ریاست زموږ د سر او مال د ساتنې باور نه وي راکړی".

دا احتجاج په داسې وخت کې کېږي چې په دې قبایلي ضلع کې د هدفي بریدونو په روانه لړۍ کې پرون د پنجشنبې- زیارت په ورځ په میرعلي سیمه کې ناپېژاندو کسانو له تحریک انصاف ګوند سره پر تړاو لرونکي تاجر طارق داوړ ډزې کړې وې، هغه یې سخت ټپي کړی وو او دعوه کېږي چې لکونه روپۍ یې هم ځنې وړې وې.

میرعلي بازار د هدفي بریدونو په ضد د احتجاج په توګه تړلی.

له کاربندیز سره په یوه وخت سلګونه احتجاج کوونکي نن میرعلي چوک ته را غونډ شوي وو، چې د تاجرانو په ګډون د سیمې ځایي مشران، سیاسي ګوندونه، د پښتون ژغورنې غورځنګ او د وزیرستان ځوانانو د ټولنې غړي پکې شامل وو.

احتجاج کوونکو ویل په شمالي وزیرستان کې د ضرب عزب تر پینځه کلن اپرېشن وروسته اوس هره ورځ د ناامنۍ پېښې کېږي او بې ګناه خلک پکې په هدف کېږي، چې وایي له کبله یې د سیمې کاروبار په ټپه درېدلی او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.

احتجاج کوونکو وویل قبایلي ضلعې اوس له ایف سي آر قانونه خلاسې شوې او له پښتونخوا صوبې سره یو ځای شوې دي، نو حکومت ته پکار دی چې د دوی امنیت خوندي کړي.

د وزیرستان ځوانانو (وای او ډبلیو) د یوې ټولنې مشر وقار داوړ احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل، حکومت د امنیت د ټینګښت پر ځای د سیمې له خلکو غواړي چې د وسلوالو په ضد لښکر جوړ کړي.

په میرعلي کې د هدفي بریدونو په ضد احتجاج.

وقار داوړ پوښتنه کړې چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د څه لپاره جوړې دي چې د دوی ژوند نه شي ژغورلای. وایي [حکومت] "بیا بیا ورته وایي چې وسله ورکړي که خلک":

"موږ ورته وایو څنګه چې د لاهور، پېښور او کراچۍ بازارونه ساتل کېږي داسې دي زموږ بازارونه هم وساتل شي، نن چې دا خلک [وسلوال] نه شي را نیولای نو ای ایس ای، ایم ای، ای بي او سپېشل برانچ یې د خپل تحفظ لپاره جوړ کړي دي؟".

د میرعلي سیمې پولیس مشر دوست ایوب وایي، پر طارق داوړ د برید مقدمه یې درج کړې چې وایي دا د تښتونې او شوکې پېښه وه او تر هغه وروسته یې په ټوله سیمه کې پلټنه کړې چې وایي په پېښه کې تورنو درو کسانو ته یې لاسرسی شوی او ژر به یې د قانون منګولو ته و سپاري.

په شمالي وزیرستان کې د 2014م کال په جون کې د وسلوالو په ضد د ضرب عزب په نامه عملیات شوي وو، چې له کبله یې د سیمې لکونه خلک بنو، ډېره اسماعیل، افغانستان او د پاکستان نورو سیمو ته کډه شوي وو.

د وزیرستان د ځوانانو ټولنه دعوه کوي چې سیمې ته تر ور ستنېدو وروسته د هدفي بریدونو په روانه لړۍ کې د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې تر اوسه شاوخوا یو نیم سل کسان وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ په وینا یواځې په روانه نومبر میاشت کې 11 پوځیان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.