"یواځې قوانین او د هغوی عملي کېدل پر ښځو تشدد ختمولای شي" ​

Your browser doesn’t support HTML5

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري اداره عورت فاونډېشن وایي، په بلوچستان کې سږ کال 69 ښځې د غیرت په نامه وژل شوې، 17 ښځو د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې، پر 3 ښځو تېزاب پاشل شوي او څلور تښتول شوې دي.

عورت فاونډېشن وایي، دا هغه پېښې دي چې پولیسو ته رپوټ شوې دي، وایي کېدای شي پر ښځو د تشدد پېښې تر دې هم زیاتې وي خو خلک یې د شرم او پېغور په خاطر پولیسو ته نه رپوټ کوي.