اسلام اباد ــــ په پاکستان کې د وکيلانو اتحادیې پاکستان بار کونسل د پوځي وياند ميجر جنرل اصف غفور له خوا د ځانګړي عدالت د فيصلې پر ضد بيان په سختو ټکو غندلی او ويلي یې دي پخه رایې لري چې د پوځي وياند بيان د ايين او قانون پر ضد دی او دا د عدالت په سپکاوي کې راځي.
د پاکستان بار کونسل د انتظامي چارو د کميټۍ مشر شېرمحمد خان او مرستيال مشر سيد امجد شاه له خوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې پاکستان بار کونسل د پوځ د وياند هغه بيان ردوي چې نوموړي په پخواني پوځي صدر پروېز مشرف باندې د غدارۍ په مقدمه کې د اسلام اباد د خصوصي عدالت فيصله غندلې وه.
د پوځ وياند جنرل اصف غفور د پنجشنبې- زیارت په ورځ بیا ويلي وو پوځ چې کومې اندېښنې لرلې د عدالت په فيصله کې څرګندې شوې دي او عدالت چې د مشرف په فيصله کې کوم الفاظ استعمال کړي د انسانيت، مذهب او تهذيب نه بالا دي.
د پاکستان بار کونسل د انتظامي چارو د کمېټۍ مشر شېر محمد خان وي او اې ډيوه ته ویلي، دا هېواد په بېلابېلو ادارو ودان دی او بايد ټولې ادارې په خپل اييني او قانوني چوکاټ کې دننه خپلې دندې تر سره کړي.
ښاغلی شېرمحمد خان وایي که په يوه اداره کې يو سړی غلطي وکړي نو د هغې غلطۍ دپاره اييني او قانوني لارې شته خو د بهر نه ادارو ته بد ویل او يا د هغې په يو مشر پسې سپکې سپورې ويل د شرم او بې حيايۍ خبره ده. که ادارې يو بل ته سپک ګوري نو بيا سړی د يو عام تن نه څه توقع لرلی شي.
اخوا د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي جسټس آصف سعيد کهوسه وایي، د ځانګړي عدالت له خوا د پرويز مشرف پر ضد تر فيصلې اورولو وروسته د عدليې خلاف ناوړه کمپاين پيل شوی دی او دا راپورونه يې رد کړي چې ګنې سپریم کورټ د مشرف پر ضد ځانګړی عدالت تر خپل اثر لاندې ساتلی وو.
پاکستان بار کونسل په خپل بيان کې په مرکزي حکومت باندې هم سخت ټکونه کړي او وایي د حکومتي وزيرانو او سرکاري وکیل چلند ښیي چې واکمن ګوند په اقتدار کې کښېنولی دی او شېر محمد خان وایي دا حکومت چې د چا په اوږو ناست او هغوی چې ورته څه وایي هغه کوي.
د يادونې وړه ده چې مرکزي حکومت ويلي د پخواني پوځي صدر مشرف په مقدمه کې مخې ته د راغلې فيصلې پر ضد به اپيل کویي او د ځانګړي عدالت د جج جسټس وقار احمد خلاف به هم په سپريم جوډيشل کونسل کې ريفرنس دايروي.